اسرایل د ملګرو ملتونو په مشر هېواد ته په سفر پابندي ولګوله

په اسرایل د ایران د حملې وروسته ګوټېرېس په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو غندنه وکړه او ویې وېل چې تاوتریخوالی دې ودرول شي

د اسرایل خارجه وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ملګرو ملتونو په مشر اېنټونیو ګوټېرېس هېواد ته په سفر پابندي لګوي ځکه چې هغه په اسرایل د ایران د حملې په واضحه توګه غندنه نه ده کړې.

د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کېټز په یو بیان کې وویل هرڅوک چې په صفا ټکو کې په اسرایل د حملې غندنه نه شي کولی د اسرایل په خاوره پښه د کښېودو مستحق نه دی.

په بیان کې په ګوټېرېس د اسرایل د مخالفت او د "ترهګرو، جنسي تېری کوونکو او قاتلانو" د ملاتړ الزام ولګول شو.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، په اسرایل د ایران د حملې وروسته ګوټېرېس په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو غندنه وکړه او ویې وېل چې تاوتریخوالی دې ودرول شي.

ګوټېرېس په یو بیان کې په سيمه کې د جنګ بندۍ غوښتنه وکړه. "په دې کې هېڅ شک نشته چې مونږ اوربند ته ضرورت لروو."

ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسرایل د بېلېسټېک مزایلو حمله وکړه.

د اسرایلي او امریکايي چاوراکو په قول ایران په اسرایل تر ۲۰۰ بلېسټېک مزایل و داغلې چې زیاتره د اسرایل دفاعي نظام ناکاره کړلی.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په اسرایل حمله د ایران غلطي وبلله او ويې وېل جواب به يې ورکوي او ایران به د خپل ګام قیمت ادا کوي.

په اسرایل د حملې وروسته د امریکې صدر جو بایډن امریکايي پوځ ته امر وکړو چې د اسرایل په دفاع کې دې مرسته وکړي او په اسرایل ويشتل شوي ایراني مزایلي دې راغورځوي.

ایران په اسرایل د حملې ذمه واري ومنله. د ایران بیان په سرکاري ټېلې وېژن ولوستل شو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل په منځني ختیځ کې د صورتحال په اړه غونډه کوي.

د اسرایل خارجه وزیر د ګوټېرېس په اړه په خپل بیان کې وویل هغه د ایران غندنه و نه کړی شوه نو ځکه هغه په اسرایل کې ناخوښه تن دی.

کېټرز وویل اسرایل به د خپلو شهریانو دفاع او قومي وقار دوامداره ساتي که ګوټېرېس ورسره مل وي او که نه وي.