په امریکا کې مېشته یوې امدادي ادارې د جمعې په ورځ دا خبر ورکړو چې څلور فلسطینیان هغه وخت ووژل شوو چې په غزه کې یو هسپتال ته امدادي شیان وړونکي قافلې د سر موټر د اسرایل په هوايي حمله کې ولګېدو.
بلخوا، اسرایل د جمعې په ورځ پرله پسې په دریمه ورځ هم په مقبوضه وېسټ بېنک کې په پراخه پوخي عملیات دوامداره وساتل چې دواړو خواو په کې لږ تر لږه د ۱۶ فلسطینیان د وژل کېدو تصدیق وکړو.
ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې په وېسټ بېنک کې عملیات په تاوتریخوالی نور زیات کړي. ادارې غوښتنه کړې چې دغه عملیات، چې اسرایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع کړي، ودرول شي.
په غزه کې په امدادي قافله کې د څلورو فلسطينیان د وژل کېدو په اړه په واشنګټن کې مېشته امېرېکن نېیر ایسټ رېفیوجي اېډ ارګنایزېشن، اېنېرا، د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل دغه پېښه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وشوه او امدادي قافله د مخکې نه د انتظام او د منظور شوي منصوبې دلاندې روانه وه. ادارې وویل قافله د موو ون نومې کمپنۍ د هدایاتو سره سمه روانه وه چې په کې دا غېر مسلح محافظينو شرط هم شامل دی.
اېنېرا وویل د رپورټونو ترمخه په کرم سلام سرحدي لار غزه ته د امدادي قافلې د داخلېدو لږ وخت وروسته څلور واړو فلسطینیانو چې موو ون کمپنۍ سره يې د کار مخکنۍ تجربه وه، غوښتنه وکړه چې د قافلې د شر موټر مشري به دوي وکړي. بیان وويل دوی دا تشویش څرګند کړو چې په لاره د قافلې د لوټ کېدو خطر دی.
اېنېرا وویل د څلورو واړو کسانو په اړه نه خو مخکې څه تحقیق او نه څه رابطه شوي وه. اسرایلي چارواکو وویل د قافلې د سر موټر کې ګڼ ګڼ شمېر وسلې وې. اېنېرا وویل فضايي حمله بغیر د څه رابطې او خبرداري وشوه خو د ادارې کوم کارکوونکي ته په کې نقصان نه دی رسېدلی.
اېنېرا وویل د حملې باوجود امدادي قافلې په رفح کې هسپتال ته امدادي سامان ورسوولو.
د امریکې واشنګټن پوسټ اخبار ته یو بیان کې د اېنېرا د پېلسټاین کنټر ډرېکتر سانډرا رشيد وویل امدادي قافلې په رفح کې د متحده عرب اماراتو په مرسته چلېدونکي هسپتال ته دوایانې او خښاک ورسوولو. هغې د دې خبرې تصدیق وکړو چې د قافلې د لار په اړه د اسرایل پوځ ته معلومات ورکړی شوي وو.
د پېښې په اړه خپل دریځ کې د اسرایل دفاعي ځواکونو، ايي ډي اېف، وویل مسلح وسله والو د قافلې د سر موټرو نیولی و او حمله د دغو وسله والو خلاف وکړی شوه.
په امدادي قافله د حملې نه دوه ورځې مخکې په غزه کې اقوام متحده د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام په ټرک ډزې شوې وې.
دا حملې په داسې مهال شوي چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنازېشن، ډبلیو اېچ او، اعلان کړی چې په غزه کې د پولیو ضد وېکسین مهم چلولو دپاره اسرایل د دریو ورخو ډزبندۍ ته راضي شوی. ټآکل شوې چې عارضي ډزبندي به د اتوار، یکشنبې، په ورځ شروع شي.
د جمعې په ورځ ايي ډي اېف د مقبوضه وېسټ بېنک په جنین ښار کې د حماس د یو مقامي کمانډر د وژلو اعلان وکړو.
په اېکس، پخواني ټوېټر، ايي ډي اېف وویل د سرحدي پولیس ځواکونو د حماس مقامي کمانډر وسیم حازم ووژلو چې په جنین کې د حماس مشر و. اسرایل وویل حازم په سیمه کې په بم حملو او په ډزو کې ککړ و. ايي ډي اېف وویل د حماس دوه وسله وال چې په حمله کې د هغه موټر نه تښېدل چې په هدف شوی و هغه هم ووژل شوو.
حماس د تنظیم د عسکري څانګې القسیم بريګېډ د دریو وسله والو د وژل کېدو تصدیق وکړو. اسرایل وايي په وېسټ بېنک کې عملیاتو هدف د حملو مخه نیول دی.
فلسطنیان ګڼي چې په وېسټ بېنک کې عملیات د جنګ پراخولو د اسرایل کوښښ دی چې هدف یې په وېسټ بېنک خپل واک اختیار ته دوام ورکول دي.
اسرایلي ځواکونه وايي په سیمه کې کره عملیات کوي چې هدف یې د ترهګرو مرکزونه دي، حماس او اسلامېک جهاد ډلې دي.
اسرایل وویل ځواکونو يې په هوايي حملو او د ډزو په تبادلو کې ۲۰ وسله وال وژلي او ۱۷ نور يې د ترهګر فعالیتونو په لړ کې نیولي دي.