نوي شواهد ښيي چې چین، ایران او روس په جارحانه ډول خپل کوښښونه پراخوي چې په امریکايي ووټرانو اثرانداز شي او د امریکا د راتلوونکو انتخاباتو نتېجې په ممکنه توګه بدلې کړي.
امریکايي انتخاباتو ته د ممکنه خطر په اړه تفصیلات د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دوو استخباراتي رپورټو وړاندې کړی شوو.
يو رپورټ مایکروسافټ او بل سایبر سېکیورټي کمپنۍ رېکارډېډ فیوچر تیار کړی او په کې د دریو واړو ملکونو د کردارونو د فعالیت ذکر شوی دی چې د انتخاباتو په اړه د امریکایانو تاثر بدل کړي. په امریکا کې نوي صدر او د کانګرس غړو د ټاکلو دپاره ووټونه د نومبر په پينځمه نېټه کېدوونکي دي.
د مایکروسافټ ترمخه د ټولو نه لوی خطر چین سره د تړل شویو کردارونو نه دی چې څېړونکي يې د سپېمافلاج یا د تېزي فلډ په نامه پېژني.
مایکروسافټ وویل چین د سېپټمبر د میاشت راهسې د ريپلېکن پارټۍ د کانګرس لږ تر لږه څلور مشهور غړي په نخښه کوي. د کانګرس دغه غړي د چین ناقدین دي.
په وروستیو ورځو کې چین سره تړلي اکاونټونه د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ مشر او د ټېکسس ریاست نه د کانګرس منتخب شوی غړی مایکل مېکال په نخښه کوي او په هغه الزام لګوي چې د شخصي ګټو دپاره د اختیاراتو غلط استعمال کوي.
مایکروسافټ وویل تېره میاشت سپېمافلاج د ټېنسي ریاست د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر مارشا بلېکبرن په شو او په نومبر کې کېدوونکو انتخاباتوکې د بلېکبرن حریف پرچار يې شروع کړو.
د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس په غړي بېري مور د اسرایل د حمایت په سر تنقید شوی او د سېنېټ د استخباراتي چارو د کمېټۍ په نایب مشر مارکو روبیو د کرپشن الزامات لګول شوي دي.
په واشنګټن کې د چین سفارت د مایکرو سافټ په رپورټ کې لګول شوي الزامات رد کړل.
د سفارتخانې ترجمان لیو پېنګیو وي او ای ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل صدارتي انتخابات د امریکې کورنۍ مسله ده. هغه د چنیايي چارواکو وړاندني تردېدونه تکرار کړل. هغه وویل داسې ډول الزامات د چین د بدنولو د ګنګوسو نه ډک وي چې چین يې په کلکه ردوي.
مېکال وي او ای ته په یو بیان کې وویل د چین کمیونسټ پارټي هغه څوک نه شي زغملی چې د هغو خلکو اواز راپورته کوي چې کمیونسټ پارټي يې زوروي او په جواب کې پې حملې کوي او بندیزونه پې لګوي.
مېکال وویل دا خبره ځان دپاره اعزاز ګڼي چې د هغه په کار د چین کميونسټ پارټي تنقید کوي. هغه وویل د چین کمیونسټ پارټي د انساني حقونو لوی خلاف ورزۍ کوي، د بیان ازادي سېنسر کوي او خپل خلک زوروي.
روبیو وویل په امریکايي ووټرانو د اثرانداز کېدو په اړه د چین کوښښونه پکار ده چې سنجیده معامله وګڼل شي. هغه وي او ای ته په یو بیان کې وویل د چین جارحیت په زیاتېدو دی او هدف يې مخصوص امیدواران دي او په حساسو مسلو د امریکایانو نظر بدلول دي په خصوصي توګه هغه خلک چې د چین مخالف ګڼل کېږي.
مایکرو سافټ او رېکارډېډ فیوچر وايي چین یوازې نه دی.
د روس سره تړلي کردارونه څېړونکي د سټارم ۱۶۷۹ او یا د اپرېشن اوور لوډ په نامه پېژني او په تېره میاشت یوه نیمه میاشت کې يې فعالیتونه چټک کړي دي.
رېکارډېډ فیوچیر وايي د روس د وروستیو کوښښونو هدف دا هم دی چې په امریکا کې د هم جنس پرستانو خلاف کرکه او تعصب راوپاروي.
مایکروسافټ وايي زیاتو امرکیايي ووټرانو ته رسېدو دپاره روسي فعالان او زیات مواد د ټېلېګرام په ځای په اېکس یا پخواني ټوېټر شریکوي.
د مایکرو سافټ د رپورټ ترمخه په اېکس د ایران یو اکاونټ ځان په دروغو امریکايي ښيي او د نورو امریکایانو نه غوښتنه کوي چې د اسرایل د پوځي مرستې په سر دې د دواړو صدارتي امیدوارانو بایکاټ دې وکړي.
روس او ایران د چین په شان په امریکايی انتخاباتو کې د مداخلت خبره په تکرار ردوي خو د مایکرو سافټ او د رېکارډ فیوچر رپورټونه د امریکې د استخباراتي ادارو د چارواکو د اندازو سره سمون خوري.
د امریکې د حکومت استخباراتي ادارې ډرېکټر او نېشنل انټېلېجنس د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل روس، ایران او چین کوښښونه کوي چې داسې بیانيو ته وده وکړي چې امریکایان تقسیم کړي او د خپلو مفاداتو دپاره د امریکایانو اعتماد په خپل جمهوري نظام کمزوری کړي.
امریکايی چارواکو ویلي روس کوښښ کوي چې د پخواني صدر او په موجوده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ د ګټې امکانات زیات کړي بلخو ایران د ټرمپ حریفې او د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې او د نایب صدر کاملا هېرېس د بریا حمایت کوي.
د امریکې د استخباراتي چارواکو ترمخه، که څه هم داسې څه شواهد نه لري چې چین په صدارتي زغل د اثر انداز کېدو کوښښ کوي خو زیاته توجه د کانګرس او په ریاستي کچه هغو امیدوارانو ته ورکوي چې چین ګڼي داسې تګلارو ته وده ورکوي چې د بېجېنګ د مفادات خلاف دي.