د پاکستان پوځ د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، د ايران نه د ورځې په لکونو ليټره تيل پاکستان ته قاچاق کيږي خو دغه تورونه یې رد کړي چې پوځ په دغه غېر قانونه تجارت کې لاس لري.
د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې وويل، د تیلو د قاچاق د مخنيوي دپاره د ایران سره خواوشا په 900 کلوميټره پوله د امنيت سېوا کولو دپاره پرله پسې هڅې کوي.
شريف چودري وويل، "که تاسو شمېرې وګورئ نو پوځ، فرنټير کور (اېف سي)، قانون نافذونکې او استخباراتي ادارو په ګډو هڅو د تيلو قاچاق د يو نيم کروړه ليټرو نه، د يو لک شپېبه زره ليټرو نه کم شوي، د 50 نه تر 60 لکه ليټرو پورې راکم کړل شوي دي".
نوموړي په دغه اړه نور تفصيل نه دی ویلي، خو دا لومړی پاکستانی چارواکی دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ د تیلو په غټه کچه روان غېر قانونه تجارت په اړه یې په ښکاره معلومات شريک کړي دي.
د پاکستان حکومتي چارواکو د دغو معلوماتو په اړه د وي او اې پوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.
د ايران څخه د اوږدې مودې راهسې د دغه غېر قانونه تجارت په اړه دوه پاکستاني استخباراتي ادارو يو کوټلی رپورټ جوړ کړی کوم چې د مې په مياشت کې پاکستانۍ ميډيا خپور کړی، او پکې ويل شوي وو، ايراني تاجران د کال په سر د يو ارب ډالرو نه د زيات ماليت پټرول او ډيزل پاکستان ته قاچاق کوي.
په دغه رپورټ کې معلومه شوې چې د غېر قانونه تيلو سپلايي د پاکستان د کال د مصرف 14 فيصده برخه جوړيږي، او په نتيجه کې یې د پاکستان خزانې ته د لسګونو ميلينونو يا کروړونو ډالرو تاوان اوړي.
په رپورټ کې د 200 نه زياتو قاچاقبر و سره سره حکومتي او امنيتي اهلکار په ګوته کړل شوي چې د تيلو د غېر قانونه تجارت څخه ګټې پورته کوي.
په رپورټ کې ویل شوي، چې 2000 ګاډي چې پکې د 3200 نه تر 3400 پورې ليټره تيل وړل کېدی شي، هره ورځ د پولې د پورې غاړې ايران څخه ډيزل راړوي، د دې نه علاوه نزدې 1300 کشتۍ هم د ايراني تيلو قاچاق دپاره کاريږي، چې پکې په هره کشتۍ کې د 1600 نه تر 2000 ليټره پورې تيلو راوړو ګنجايش دی.
د تيلو کاروباريانو د ايران څخه د قاچاق علت د ايران په تيلو د امریکا بنديزونه يادوي، چې په نتيجه کې یې تهران خپل توکي د نورو لارو منډيانو ته په رسولو مجبور کړی دی.
د ايران تاجران په مبينه توګه د پاکستان بلوچستان صوبه کې په ځايي کرنسۍ خپل تيل خرڅوي او د پاکستاني مارکيټ نه ډالرې ترلاسه کوي، او بيا دغه غېر قانونه تيل د ملک نورو برخو ته لېږل کيږي.
اسلام اباد په بنيادي توګه تيل د منځني ختيځ څخه ترلاسه کوي، حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه د اووه اربه ډالرو د نوي پور ترلاسه کولو په هڅوکې په وروستيو مياشتو کې د تیلو قيمتونه ډېر سېوا کړي دي.
څيړونکي وايي، د غېر ملکی زر مبادله ذخيرې د کمي له امله چې پاکستان د نغدو پېسو د کمښت ښکار دی، پاکستان د ملکي ضرورت پوره کولو دپاره د ايراني تيلو د قاچاق اجازه ورکولی شي.
د پوځ وياند خبرداری ورکړو، چې د ګټې وټې د بلې لارې جوړولو بغېر د اوږدې مودې نه د ايران څخه د تيلو قاچاق ودرول به، پاکستان لوري ته په پوله پراته خلک چې د غربت سره مخ او شاته پاتې دي، د سختو نتيجو سره مخ کولی شي.
د مې په میاشت کې خپور شوي رپورټ کې اټکل شوی وو، چې بلوچستان کې خواوشا 24 لکه کسان د ايران د قاچاق په تيلو وخت تيروي او که دغه غېر قانونه تجارت بندول کیږي نو د دوی سره د ځان ساتنې دپاره لارې بنديږي.
د پوځ ویاند د افغانستان سره پولې په سر په طالب واکمنو نيوکې کړي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ نزدې په 2600 کلوميټره پوله خپل لوري ته ښه حفاظتي انتظامات نه شي کولی. هغه ويلي، پاکستان په پوله خواوشا 1450 پوستې جوړې کړي او افغانستان لوري ته يواځې 200 دي.
هغه زياته کړې، يواځې دا نه چې د افغانستان لوري ته چوکۍ/ پوستې کمې دي بلکې د سرحد ساتونکو شمېره یې هم کمه ده، او دا هم ليدل شوي چې په پوله غېر قانونه تګ راتګ او قاچاق کیږي نو د افغانستان د لوري نه ډزې کيږي او د دغه ډول تګ راتګ اسانولو دپاره نورې لارې چارې هم کارول کيږي.
پاکستان تور لګوي چې درې کاله وړاندې کله طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي، د پاکستان مخالفه وسله والو هلته پناه ځايونه جوړ کړي، د پولې د پورې غاړې نه پاکستان کې وسله وال بریدونه کوي په کومو کې چې پاکستان کې په لسګونو امنیتي ساتونکي او ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالبانو د پاکستان تازه تورونو ته کوم ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي او ويلي یې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي.