د بې نظیر په وژنه کې د پولیس افسرانو نیول د کیدو حکم

  • ډیوه رپورټ

د بې نظیر په وژنه کې د پولیس افسرانو نیول د کیدو حکم

د ترهگرۍ خلاف یو پاکستاني عدالت د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بهټو د وژنې د دتحقیقاتو په لړ کې د دوؤ پولیس افسرانو د نیول کیدو حکم جاري کړی دی.

د خالي په ورځ خپل امرکې عدالت وئیلې د پاکستان د راولپنډۍ ښار د پولیسو پخوانی مشر سعود عزیز او یو بل افسر دې اونیولی شي. دوې ته به په ضمانت د خلاصیدو خلاصیدو اجازت نه وي.

عدالت وئیلې دواړه افسران دې د دسمبر په ١١ مه نیټه عدالت کې حاضر کړی شي.

یو سرکاري وکیل د فرانس خبرې ادارې ای ایف پي ته وئیلې په دواړه افسرانو د نورو الزاماتو سره سره دا الزام هم لگول شوی چې دوې د بې نظیر بهټو د تحفظ د پاره مناسب گامونه نه ؤ پورته کړې.

بې نظیر بهټو د کال ٢٠٠٧ د دسمبر په میاشت کې د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ میدان کې د جلسې ورسته پو بمې برید کې وژل شوې ده. هغه دوه وار د پاکستان وزیراعظمه پاتې شوې ده.

د بې نظیر د وژنې په لړ کې د ملگرو ملتونو د تحقیقاتو یو کمیشن خپل رپورټ کې وئیلې د پخواني صدر پرویز مشرف حکومت د بې نظیر د تحفظ د پاره کوټلې گامونه نه ؤ پورته کړې. پاکستان په دې لړې کې اته پولیس افسران معطل کړې هم دي.