د تندلارو پرضد د پاکستان موقتي اقدام نوې خبره نده، چې فشار راشي بیا وریاد شي ـ څیړونکي

په پاکستان کې د تندلارو پرضد د حکومت نوي اقدامات، د یو شمیر څیړونکو د نظره، کومه نوې خبره نه ده او د پاکستان حکومت ښایي د فشار نه د خلاصون په خاطر یو ځل بیا هغه پخوانۍ خبرې تکرار کړي.

د عمران خان حکومت ویلي چې په گرد هیواد کې یې د تندلارو پرضد پراخ کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې ۴۴ تنان چې په کې د جیش محمد ډلې د مشر، مسعود ازهر نزدې کسان هم شامل دي، گرفتار کړي دي.

خو په همدې حال کې پخپله مسعود ازهر چې د جیش محمد ډلې مشر دی او ډلې یې د کشمیر په پلوامه کې پر هندي عسکرو د لوی برید ذمه واري هم منلې وه، لا تر اوسه نه دی نیول شوی.

د دې ترڅنگ، حافظ سعید چې د لشکر طیبه یو مشر و او وروسته بیا د هند په ممبئی کې د ٢٠٠٨ کال ترهگر برید اصلي ذمه وار وگڼل شو، اوس هم په پاکستان کې آزاد گرځي. هغه د هند او امریکا لخوا هم تروریست بلل کیږي.

حافظ سعید د لاهور په یو جومات کې د خطبې پر مهال (٢٠١٨ نوامبر)

که څه هم چې د عمران خان حکومت د تندلارو پر ضد د پراخ عمل د پیلیدو خبر ورکړی، خو څیړونکي یې په اړه بې باوري څرگندوي.

خبریال مشتاق یوسفزی وایي یقین یې نه راځي چې دا ځل دې هم حکومت په اغیزمنه توگه د تندلارو پرضد پراخ او پرېکنده اقدامات وکړي. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډېوه ته وویل: "حکومت باید مصممه اراده وکړي او دا ووایي چې نور نو بس دی، له دې نه پس نور دا قیصې نه کوو. خو داسې نه ده. دغه شته چې انټرنیشنل فشار راشي د بهر نه، پر مونږ باندې پیسې بندیږي، امدادونه بندیږي، مونږ ځان له کیږو، نو بیا مونږ ته دا رایاد شي."

پاکستان اوس مهال له مالي اړخه تر فشار لاندې دی او بهرنیو قرضو ته اړ پاته دی. د پیسو نړیوال تنظیم یا آی اېم اېف پر پاکستان څار ساتي او له دې هیواده یې غوښتي دي چې د ترهگرو ډلو مالي سرچینې دې وچې کړي. په دې میاشت کې به بیا هم د دغه تنظیم پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان دېرش کلنه پالیسی "ناکامه ده"

پاکستان دمخه هم څو څو ځله مختلفې تندلارې ډلې کالعدم گرځولي دي، خو هغو ډلو بیا په نویو نومونو له سره فعالیت پیل کړی دی.

په کال ٢٠٠١ کې د جنرل پرویز مشرف په وخت کې پر فرقه ییز او ترهگرو تنظیمونو بندیزونه لگیدلي و، چې په کې لشکر جهنگوي، سپاه محمد، لشکر طیبه، جیش محمد او سپاه صحابه هم شامل و، خو له هغه وروسته همدغو تنظیمونو په بدلو نومونو خپل فعالیتونه پیل کړل.

په پاکستان کې د کال ٢٠١۴ پر آرمي پبلک سکول تر حملې وروسته د پاکستان حکومت قامي اېکشن پلان جوړ کړ چې په کې د ترهگر تنظیمونو د فنډونو د بندولو او د هغوی د مالي مرستو ورکوونکو پر ضد د سختو عملي گامونو پورته کول شامل و.

د دې ترڅنگ، په پاکستان کې د کال ١٩٩٧ د ترهگرۍ پر ضد قانون هم موجود دی، خو ماهرین وایي چې دا قانون په سمه توگه نه عملي کیږي.

په خیبرپښتونخوا کې مشر وکیل او د آئین او قانون ماهر فضل خان ایډوکیټ وایي د پاکستان قانون هیڅ اجازه نه ورکوي چې په ملک کې غیرریاستي عناصر موجودگي ولري.

"١٦ ډسمبر ٢٠١۴ نه پس چې په کومه طریقه باندې ټول قوم رایوځای شو، دا نیشنل اېکشن پلان جوړ کړای شو، هغې نه پس هم حکومت خپله سنجیدگي ونه ښودله. نو زما دا خیال نه راځي چې له دې پس هم سنجیده شي."

خو د دې نظریاتو با وجود، مشتاق یوسفزی وایي چې اوس مهال په پاکستان کې "حکومت او پوځي اسټبلیشمنټ چې څه کوي، نو سره سلا کوي، مشوره کوي او خبره یې یوه ده."

حسین حقاني

بلې خوا ته په واشنگټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په یوې نوې مقالې کې لیکلي چې د پاکستان لخوا د ترهگرو ډلو ملاتړ، یوه معلومه خبره ده چې انکار ترې نشي کیدای. حسین حقاني زیاته کړې: "په پاکستان کې میشتې ډلې د سرکاري پابندۍ باوجود هم په برالا توگه فعالیت کوي، او اکثره لیواله دي چې دننه په هند کې د حملو ذمه واري واخلي."

حسین حقاني واشنگټن پوسټ اخبار ته په یوه مقاله کې دا هم لیکلي چې د کشمیر په تړاو د پاکستان پر پالیسۍ باید غور وشي، ځکه ناکامه شوې ده.

د حقاني په وینا: "د ځینو پاکستانیانو دپاره به د دې خبرې منل، تریخ وي خو په کشمیر کې د یاغیانو او تندلارو د ملاتړ دېرش کلنه پاکستانۍ سټراټیجي نوره ناکامه شوې ده."

په واشنگټن کې د پاکستان پخوانی سفیر چې اوس په هوډسن څیړنیز انسټیټیوت کې څیړونکی دی، په دې باور دی چې که څه هم پاکستان د کشمیر د خلکو د ملاتړ دعوه کوي، خو د خپلې ناسمې تگلارې له امله یې د کشمیري مسلمانانو ژوند نور هم ورتریخ کړی دی.