پوځ وایي په بلوچستان کې د وسلوالو له بریدونو وروسته یې په علمیاتو کې پینځه ترهګر وژلي

د پاکستان پوځ وایي په بلوچستان کې له وروستیو بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو ددغه صوبې په بیلابیلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات پیل کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې دې عملیاتو کې پینځه ترهګر وژل شوي دي.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د بلوچستان په یو شمیر سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو مرګوني بریدونه کړي چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې تر ۷۰ ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ .

چارواکو دغو بریدونو کې د۱۴ امنیتي عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی ؤ خو وسله والې ډلې بي ایل اې دعوه کړې وه چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي دي.

د جمعې ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي آر خپل بیان کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په کیچ، پنجګور اؤ ږوب سیمو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ پینځه ترهګر یې وژلي دي.

ای ایس پي آر ویلي د تېرې شپې عملیاتو کې درې ترهګر ژوبل شوي هم دي.

پوځ ویلي دا عملیات یې په ۲۶م اګست بلوچستان کې د شوؤ ترهګریزو بریدونو په پس منظر کې شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي، دا عملیات به تر هغې دوامداره ساتل کیږي تر څو چې بلوچستان کې ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې ککړ ټول مجرمان، دهغوي همکاران اؤ سهولتکاران د انصاف په محکمه کې نه وي ودرول شوي.

په بلوچستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو نه وروسته د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف هم پرون د زیارت یا پنجشنې په ورځ بلوچستان صوبې ته ورغلی ؤ اؤ دغلته یې دا یپکس کمیټې په غونډه کې برخه اخستې وه.

ایپکس کمیټې ته خپله وینا کې شهباز شریف ویلي وؤ د کال ۲۰۱۸م راپدېخوا هیواد کې ترهګري بیا سر راپورته کوي خو پوځي سر لښکر اؤ سیاسي مشرتابه به ملک د ترهګرۍ ددې خطرناک پړاؤ څخه وباسي.

بلوچستان صوبه کې پوهان او ملت پاله سياستوال وايي، د بلوچستان د مسلې حل قوت يا زور کارول نه دي بلکې د سياسي خبرو د لارې مسله هوارېدی شي.

څيړونکی خبريال سيد علي شاه وايي، د بلوچستان مسله سیاسي، اييني او معاشي ده او تر څو چې دغو پوښتنو ته ځوابونه نه وي ويل شوي، د بلوچستان ستونزه نه شي حل کېدی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي"وزيراعظم بلوچستان ته ورځي غونډي کوي خو دا داسې عارضي اقدامات معلوميږي، تر څو چې بامقصده خبرې، بحثونه نه وي شوي، بلوچستان کې امنیت نه شي راتلی، ځکه د طاقت استعمال نه وړاندې امنيت په ځای کړی او نه یې اوس راوستلی شي"، د نوموړي په خبره اول دې د خلکو مسلې واورېدل شي.

د بلوڅ ملت پاله بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي غړی غلام نبي مری وايي، بلوچستان کې چې څه روان دي دا نننۍ خبره نه ده بلکې دا د پاکستان د جوړېدو راهسې جوړه مسله ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، "د دې مسلو يو پس منظر دی، د بلوچستان حقونه تروړل شوي، محرومۍ ورځ تر بلې سېوا شوي، کمې کړل شوي نه دي، د سیاسي مشرانو خبرې نه دي اورېدل شي، د پوځي مشر يحيا خان د وخت نه تر امر پروېز مشرف پورې پوځي عمليات وکړل شو او تراوسه روان دي خو شخړې هواريږي نه، نوره سېوا کيږي".

هغه زياته کړه، د بلوچستان د مسلې د هوارولو دپاره به اول ايين او د ايين لاندې د بلوچستان حقونه منل وي.