نوازشریف وايي عمران خان "متعصبانه" رویه څرگنده کړه

پخوانی وزیراعظم نوازشریف او د هغه لور مریم نواز، چې د پلار سیاسي مرستیاله هم گڼل کیږي

د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د حکومت دا وړاندیز رد کړو چې هغه په مشروط ډول د علاج په غرض د ملک نه بهر سفر کولی شي او ویې ویل چې د حکومت دغه گام د وزیراعظم عمران خان "متعصبانه" رویه څرگندوي.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړي مریم اورنگزېب په ټوېټر وویل چې نوازشریف د حکومت دغه گام د عمران خان "سیاسي انتقام" وبللو.

د نوازشریف د دریځ نه وړاندې د پاکستان د قانون وزیر فروغ نسیم وویل چې حکومت د څلورو هفتو دپاره نوازشریف ته د علاج دپاره د بهر تگ اجازت ورکړی دی.

فروغ نسیم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل نوازشریف ته د هغه د خراب صحت په سبب علاج دپاره ملک نه د بهر تگ اجازت ورکړی شوی دی خو د هغه کورنۍ به د اووه اربو روپو دا ضمانت ورکوي چې پخوانی وزیراعظم به د علان وروسته هېواد ته ستنېږي، هغه څلور هفتې بهر تیرولی شي او د یو ځل دپاره نوازشریف ته د بهر تگ اجازت ورکړی شوی دی.

د پاکستان په سیاسي چارو لیکونکي او د انساني حقونو فعال امتیاز عالم د نوازشریف د بهر تگ دپاره د اووه ارب روپو د ضمانت شرط غندنه وکړه.

امتیاز عالم په ټوېټر ولیکل د "بې عزتۍ" د ضمانتونو په غوښتلو د عمران خان حکومت خپلې "منافقانه انساني" خواښوږۍ پورې ټوکې وکړې. هغه وویل کې چېرې نوازشریف ضمانت ورکوي نو پي ټي ايي به خوشحالي کوي چې "لوټل شوي" پېسې یې بیرته راوړې او که چېرې هغه د پېسو ضمانت نه ورکوي د نوازشریف ژوند ته د خطر ذمه واري به د شریف کورنۍ په اوږو وي.

څېړونکي ضیاالدین د نوازشریف دپاره د ضمانت ‍شرط وغندلو.

په ټوېټر خپله تبصره کې ضیاالدین ولیکل چې د نوازشریف نه د ضمانت په غوښتلو د پي ټي ايي حکومت خپل ځان د بې عزتۍ نه بچ کول غواړي. هغه وویل دا لا نه ده معلومه چې ایا د نوازشریف کورنۍ به د ضمانت شرط ومني او که نا؟ خو "په پاکستان کې موجود ناروغه اېن اېس (نوازشریف) به د پي ټي ايي دپاره په سیاسي توگه ډیر خطرناک وي پرځای د دی چې هغه د علاج په غرض د ملک نه بهر وي.

د بډو رشوتونو په الزاماتو د سزا او قېد کېدو ترڅنگ د نوازشریف نوم په اېگزېټ کنټرول لسټ یا د هغو خلکو په فهرست کې هم شامل کړی شوی دی چې د هېواد نه د بهر تگ پابندي پرې لگول شوي وي.

فروغ نسیم وویل نوازشریف ته د څلورو هفتو دپاره پاکستان نه د بهر تگ اجازت ورکړی شوی دی خو د هغه نوم د ايي سي اېل څخه نه دی لرې کړی شوی.

دهیواد پخوانی وزیراعظم چې دا مهال دغبن یوه دوسیه کې د اوو کالو دبند د سزا څخه د ناروغتیا له امله د دوؤ میاشتو په ضمانت له زندانه وتلی، دکورنۍ غړي اؤ ډاکټران یې وایي چې روغتیایي وضعیت یې داندېښنې وړ دی اؤ دهیواد نه بهر دعلاج دپاره باید په سمدستي توګه د سفري بندیزونو د نوملړ نه دهغه نوم وویستل شي.