کوټې نه د پولیو دریمه پېښه رامنځته شوې،سږکال یې پاکستان کې شمېره 33ؤ ته ورسېده

File Photo

د پاکستان د بلوچستان ایالت د سر ښار کوټې څخه د پولیو یوه بله پېښه هم مخې ته راغلې ده چې دې سره پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 33ؤ ته رسېدلې ده.

په اسلام اباد کې د روغتیا د ملي انسټي ټيوټ د کوټې نه د پولیو ددې تازه پېښې مخې ته د راتلو پخلی کړی اؤ وایي چې دا په روان کال کې د کوټې نه دریم د پولیو کیس دی خو ددې تر څنګ دغلته نه اخستل شوؤ 37 ماحولیاتي نمونو کې هم د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی .

د روان کال په اوږدو کې تر اوسه د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه د پولیو 17، دسیند څخه 10، د خیبرپښتونخوا څخه4 او د پنجاب او اسلام آباد څخه یوه، یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه فاروق ویلي چې د پولیو وایرس اؤ د رامنځته کېدونکو پېښو صورتحال ښیي چې د پولیو نه د خوندیتوب د ویکسن ارزښت له وړاندې څخه ډیر زیات شوی دی.

هغې ویلي چې ددې موذي مرض نه د ماشومانو د خوندي کولو لپاره هغوي ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول زیات ضروري دي اؤ زیاته کړې یې ده چې د روان کال تر پاي به ګرد هیواد کې د پولیو د مخنیوي دوه نور کمپاینونه هم کولی شي.

د روغتیا ملي انسټي ټیوټ وایي د پولیو موجوده پېښو اؤ وایرس ته په کتلو سره د 28م اکتوبر نه ګرد هیواد کې د پولیو د مخنیوي مهم پیلولی شي.