د زړو ګاډو د بازار ګټه او تاوان

د اقتصادي چارو کونسل لخوا د پاکستان بازار ته د دری کالو پورې زړو ګاډو درامد (وارد) کولو فیصلی د موټرو بازار کې یو شمیر اندیښنې پارولی دي.
اقتصادي ماهرین واېي د پارلیمان د اقتصادي امورو کونسل فیصله به د منځنۍ طبقي خلکو ته تاوان ورسوي او ددي ګټې به د هیواد دننه د ګاړو کمپنو ته اورسي.
د پاکستان د پارلیمان اقتصادي امورو کونسل یا اي سي سي د نومبر په 22مه نیټه فیصله کړی وه چې د بهر ملکونو نه به اوس د کال 2007م په ځاېي د کال 2010م ګاډي راغوښتې شي.
په اسلام آباد کې د اقتصادي امورو ماهر او خبریال مبارک زیب خان ډیوه ریډیو ته واېي د دي فیصلي سره به په عامو خلکو مالي بوج زیات شي. د هغه په وینا په پاکستان کې دا سانتیا د عامو خلکو په ځاېي د کمرشل یا تجارتي مقصد لپاره استعمالیږي. ځکه چې د زړو ګاډو په سوداګریزه کچه د درامد کولو اجازه نشته. او په پاکستان کې په تکنیکي کچه د قانون سرغړونه کیږی.
په مردان کې د ګاړو یو کاروباري منیر خان ډیوه ریډیو ته واېي د دی فیصلې سره به د پاکستان موټر انډسټري اوس د تاوان په ځاېي په ګټه خپل ګاډی خرڅوي. منیر خان واېي مقامی صنعت به مضبوط شي او قیمتونه به اوچت شي. ځکه چې د 5و کالو استعمال شوی ګاړي به د ملکي ګاړو نه ارزان وو او د 3و کالو هغه ګران.
پاکستاني مطبوعات د ټیکسونو مرکزي ادارې یا ایف بي آر په حواله واېي تیر کال پاکستان ته 46 زره ګاړي د بهر نه راغوښتی شوي وو او د دغی سره قامي خزانې ته د ټیکسونو په مد کې په اربونو روپۍ ګټه رسیدلې وه. او څخکال د ۳ کالو زړو ګاړو د فیصلي سره به قامي خزاني ته 17 بلینه روپۍ تاوان رسیږي. د ګاړو کاروبار سره تړلي خلک واېي په تیر څه وخت کې په پاکستان کې د جوړو شوو موټرو او نورو ګاډو شمیره په بازار کې زیاته وه. خو د بهر نه ورغلو د بینځو کالو زړو موټرو لارو کمو بیعو له امله د ځاېي ګاډو بازار کمزوری وو.