واشنګټن —
فلسطينۍ مسلح ډلې پاپولر فرنټ فار دي لېبرېشن اف پېلسټاین ویلي پېنځه غړي يې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شام او لبنان پولې سره نژدې چاودنه کې وژل شوي او ۱۰ نور زخمیان شوي دي.
تنظیم وویل چاودنه په قوسایا کلي کې شوې او ويې وېل چاودنه د اسرایلي هوايي حملې نتیجه ده.
روېټرز خبري ادارې د یو اسرایلي چارواکي له قوله وویل چې اسرایل په چاودنه کې لاس نه لري.
په تېرو ۵۰ کلونو کې پاپولر فرنټ فار دي لېبرېشن اف پېلسټاین، پي اېف اېل پي، د اسرایل خلاف ګڼ شمېر بريدونه کړي چې په کې د خلکو اغوا کېدل او په هوايي جهازونو د بم حملې هم شاملې دي.
امریکې پي اېف اېل پي غیر ملکي ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي