کوئټه : خروټ اباد پېښې پلټنې کونکې سرجن نا معلومه وسله والو وژلې دی

ډاکټر باقر شاه رپورټ په ډاگه کړې وه چې دغو څلورو روسي او يو تاجک وگړی ډیر نزدې نه د پولیسو او ایف سي ځواکونو په ډزو وژلي وؤ او دوي سره سره هيڅ قسمه بارود نۀ وؤ

د زیارت په ورځ په کوئټه کې د پولېسو هاغه سرجن چې د کوئټه خروټ اباد سېمه کې دپينځوؤ بهرنيانو د وژل کېدو وروسته د هغوي پوسټ مارټم کړې ؤ وژل شوې دی.
د پولېسو سرجن ډاکټر باقر شاه خپل کور ته روان چې نامعلومه وسله والو په سبزل روډ د هغه په گاډې ډزې وکړې.
په دغه ډزو کې ډاکټر باقر شاه ټپی شو هغه په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول کېدو خو په لاره کې په حق ورسيدو. رپوټونه وایي چې ډاکټر باقر شاه ته د دړکو ډک ټیلي فون پېغامونه ورکړل شوي وؤ.
د يادونې وړ ده چې په ډاکټر باقر شاه ددې نه وړاندې هم برید شوې ؤ. د کوئټې په خروټ اباد سيمه کې دمئ په 17مه نيټه دپوليس او ايف سي ځواکونو لخوا ددريوؤ ښځو په شمول پينځه بهرنيان وژل شوي وؤ.
امنيتي چارواکو ادعا کړې وه چې کوم پينځه بهرنيان وژل شوي هغوي ځانمرگي بريدکوونکي ؤ او د د لاسی گرنېډ د چاودیدو له امله وژل شوي وؤ.
خو ډاکټر باقر شاه رپورټ په ډاگه کړې وه چې دغو څلورو روسي او يو تاجک وگړی ډیر نزدې نه د پولیسو او ایف سي ځواکونو په ډزو وژلي وؤ او دوي سره سره هيڅ قسمه بارود نۀ وؤ.
د خروټ اباد ټريبونل پوليس او د ايف سي ځواکونو عسکر په کوئټه کې دپينځوؤ بهرنيانو دوژنې ذمه وار گرځولي وؤ