په اوکراېن د روس تازه ډرون بریدونو کې د بجلۍ ګرېډ سټېشن په نخښه شوي

د اوکراېن شمال ختیځې برخې چارواکي وايي د خالي/ شنبې په شپه د روس لخوا ویشتل شوي ډرون بریدونو کې د توانایې / بجلۍ جوړولو ځایونه په نخښه شوي.

هم په اوکراېن کې د ډرون بریدونو په اړه معلومات راټولونکې ډلې او د دغه هیواد هوايي دفاعي نظام ویلي چې تېره شپه یې ۲۷ روسي ډرونونه په هوا کې ویشتلي. د اوکراېن هوايي ځواک ویلي چې دغه ۲۷ ډرون بریدونو کې د هیواد ۱۲ سیمې په نخښه شوې وې.

د اوکراېن د قامي بجلي ګهر چلونکي اوکرنیرګو ویلي چې په سومی سیمه کې د توانایې مرکز/ بجلي ګهر ته په دغه بریدونو کې زیان رسیدلی، چې له سببه یې صنعتي بجلي کارونکو او په سومی ښار کې ځايي خلکو ته په بیړنۍ توګه د بجلۍ ورکول خڼدیدلي دي. د نوموړي‌ په وینا د بجلي ګهرکاریګران د بجلۍ بیرته بحالۍ لپاره کار کوي.

تر اوسه په روسي ډرون بریدونو کې د انساني مرګ ژوبلې کوم خبر د دغه سیمې نه دی راغلی.

د مارچ میاشتې راپه دیخوا روسي ځواکونو د اوکراېن دننه د توانایې جوړولو مرکزونو/ بجلي ګهرو او ګرېډ سټېشنو باندې بریدونه سېوا کړي چې له سببه د بجلۍ جوړیدو کې کمی راغلی او په هیواد کې د اوږد وخت لپاره بجلي / برق قطع کیږي.

د اوکراېن د قامي بجلي ګهر چلونکي ویلي چې دوي د بجلي ګهر د سمیدو پورې به په ګرد هیواد کې د بجلۍ قطع کولو / بندولو لپاره یو جدول تیاروي ځکه چې دومره بجلي نه پېدا کیږي چې د هیواد دننه خلکو او بهر هیوادونو باندې خرڅولو لپاره پوره وي.

د روس لخوا د کال ۲۰۲۲م فرورۍ په میاشت کې په اوکراېن د یرغل وروسته د اوکراېن د توانایې نظام په لومړي کال کې هم زیانمن شوی وو. د توانایې دغه نظام د روسي میزایلو او ډرون بریدونو کې یواځې په تیرو څلورو میاشتو کې د نیم نه زیات د بجلۍ جوړولو مرکزونه د لاسه ورکړي.