د شام پوځ وویل د هېواد په مرکزي سیمه کې د حما ښار نه یې باغیانو سره د سختې جګړې وروسته خپل ځواکونه راوېستلي دي، چې د ملک په خانه جنګۍ کې د صدر بشارالاسد دپاره بل لوی نقصان ګڼل کېږي.
د شام پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ملکي خلکو د تحفظ دپاره حکومتي ځواکونه د ښار نه بهر ګمارل کېږي.
د پوځ د اعلان نه مخکې د حکومت مخالفینو ویلي وو چې وسله وال يې ښار ته ننوتلي دي، زندان يې نیولی او قیدیان يې ازاد کړي دي.
څو ورځې وړاندې باغیانو د شام د شمالي علاقې لوی ښار حلب نیولی دی. د کال ۲۰۱۶ نه وروسته په حلب د باغیانو دا وړمبۍ لویه حمله وه. په ۲۰۱۶ کې حکومتي ځواکونو د روس د فضايي طاقت او د ایران پلوه وسله والو په مرسته د خانه جنګۍ د عروج په مهال باغیان د حلب د مشرقي مضافاتو نه وویستل.
د شام د حکومت په مخالفو وسله والو کې حیه تحریر الشام نومې ګوند او د ترکي حمایت یافته سېرین نېشنل ارمي نومې ډله شامله ده.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
په حلب او حما د باغیانو د قبضې سره د شام خانه جنګي چې په ۲۰۱۱ کې شروع شوې وه او په تېره څه موده کې قدرې خاموشه شوې وه، بیا راتازه شوه. دا په داسې حال کې د بشارالاسد د دواړو لویو اتحادیانو روس او د ایران توجو په یوکرېن او په لبنان کې جنګونو ته اوړېدلې ده.
حما د شام سرښار دمشق نه د ۲۰۰ کلومېټره په فاصله د دمشق او د حلب په منځ کې پروت دی. حما کې په کال ۱۹۸۲ کې د بشارالاسد پلار او د هغه پېش رو حافظ الاسد خلاف اسلامي تحریک راپورته شوی چې حکومتي ځواکونو په کلکه وچقولو او په زرګونو کسان په کې ووژل شوو.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په شام کې په حالاتو د تشویش اظهار وکړو، په هېواد کې يې صورتحال سنګین وبللو او ويې وېل پکار ده چې په جنګ کې ښکېل ټول فریقېن ۱۴ کلنه خانه جنګي د ختمولو دپاره سنجیده کوښښ وکړي.
ګوټېرېس خبریالانو ته وویل په لسګونو زرګونه ملکي خلک په یو داسې سیمه کې په خطر کې دي چې د "پخوا څخه پې اور" لګېدلی دی.
په شام کې خانه جنګې د حکومت خلاف د پرامنه احتجاجونو نه شروع شوې ده. په ولسي کچه احتجاجونه په خانه جنګۍ کې په داسې حال کې بدله شوه چې حکومت احتجاجونه د خاموشه کولو دپاره د زور زیاتي نه کار اخیستل شروع کړل.
د خانه جنګۍ په نتیجه کې په شام کې په پراخه کچه انساني بحران پېدا شوی دی. اوومه مېلین خلک د ملک دننه بې ځایه دي او پینځه مېلین نور خلک په نورو هېوادونو کې د مهاجرت ژوند کوي. ملګرو ملتونو ویلي سږ کال به د ۱۶ مېلین نه زیات خلک په شام کې مرستې ته ضرورت لري چې د خانه جنګۍ د شروع کېدو راهسې د امداد د ضرورت مندو خلکو د ټولو نه لویه شمېره ده.