د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د یوې کمېټۍ د ريپبلېکن پارټۍ غړو د اتوار، یکشنبې، په ورځ جاري کړي رپورټ کې په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د ګډوډۍ ښکار د امریکايي ځواکونو د انخلا په سر د صدر جوبایډن په حکومت نیوکې شوې دي.
رپورټ د صدر بایډن حکومت په دې غلطۍ ګرموي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو د فېصلې د امکاني اثراتو د مخنیوي په لړ کې يې ګامونه نه وو پورته کړي.
رپورټ وايي د بایډن حکومت دا خبرداری هم د پامه غورځولی و چې طالبانو د امریکايي چارواکو د توقعاتو نه په زیاته چټکتیا د افغانستان ښارونه نیول.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا بهیر پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۲۰ کې طالبانو سره د امن معاهدې نه شروع کړی و.
د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ د ریپبلېکن پارټۍ غړو خپل رپورټ د دریو کالو د تحقیقاتو نه وروسته شایع کړو. په رپورټ کې دا الزامات هم شامل دي افغانستان نه د امریکایانو د انخلا عمل په محفوظه توګه سر ته د رسوولو دپاره د صدر بایډن حکومت د امنیت په اړه مناسب انتظامات نه وو کړي.
د کمېټۍ مشر مایکل مېکال وویل د امریکايي حکومت سره دا معلومات وو او دا موقع يې لرله چې د افغان حکومت د "ناګزیر" نسکورېدو په لړ کې يې ضروري ګامونه پورته کړی وی چې دا ډول امریکايي چارواکي، امریکايي شهریان، ګرین کارډ لروونکي او افغان اتحادیان په محفوظه توګه د افغانستان نه راوېستل شوی وی.
د دې نه مخکې په تحقیقاتو کې د امریکې مختلف حکومتونو افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په لړ کې نیوکې شوې دي چې په کې د ۲۰۲۳ د امریکې د حکومت خپل رپورټ هم شامل دی چې په کې د بایډن او هم د ټرمپ په حکومتونو تنقیدونه شوي دي، او وېل شوي امریکايي حکومتونو افغانستان نه د انخلا عمل د دې باوجود په وړاندې بوتلو چې طالبانو د کال ۲۰۲۰ د معاهدې بندي لوظونه مات کړي وو.
د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ د ډېموکرېټېک پارټۍ غړي، ګرېګري میکس د ريپبلېکن پارټۍ همکارانو ته په یو خط کې وویل په رپورټ کې يې د خپلې خوښې د عینې شاهدانو بیانونه شامل کړي او داسې څه يې په کې نه دي شامل کړي چې د افغانستان نه د انخلا په اړه د دوی د بیانيي حمایت نه کوي.