په بنګله دېش کې د طالبعلمانو ډلو د سول نافرمانۍ تحریک پیل کړی اؤ رپورټونه وایي چې د تحریک په وړومبۍ ورځ د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ سختې نښتې شوي چې ۲۳ کسان پکې وژل شوي دي.
مظاهره چیان د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د استعفا غوښتنه کوي خو وزیراعظمې حسینه واجد سړکونو ته راوتلي طالبعلمان د ترهګرو په نوم یاد کړي اؤ قام نه یې غوښتنه کړې ده چې هغوي باید وچقوي.
د رایټرز خبري شبکې له مخې بنګله دېش کې د طالبعلمانو لخوا د سول نافرمانۍ د تحریک په وړومبۍ ورځ ځای پځای د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ نښتې شوي چې تر اوسه پکې ۲۳ کسان وژل شوي.
د بنګله دېش طالبعلمانو تېره ورځ ګرد هیواد کې د سول نافرمانۍ د تحریک چلولو لپاره احتجاجي لاریونونه ویستلي وؤ.
د طالبعلمانو ډلې وایي هغوي به تر هغې د سول نافرمانۍ تحریک دوامداره ساتي تر څو چې وزیراعظمې شیخ حسینه واجد له خپل منصب څخه استعفا نه وي ورکړي.
خو د بنګله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د سول نافرمانۍ تحریک پېلوونکي طالبعلمان ترهګر بللي اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې وطنوال باید هغوي وچقوي.
Protest against Bangladeshi PM Hasina, in Dhaka
پخپل یو بیان کې حسینه واجد ویلي چې سړکونو ته راوتلي طالبعلمان غواړي هیواد بې ثباته کړي اؤ وایي د دوي مخه نیول ضروري دي.
تر دې وړاندې په ډهاکه کې د جمعې په ورځ هم د شوي احتجاج په مهال پولیس اؤ مظاهره چیان یو بل ته مخامخ شوي وؤ اؤ د رپورټونه وایي چې د مظاهره چیانو خورولو لپاره پولیسو په هغوي اوښلن ګېس اؤ د ربړ ګولۍ ورولي وې خو په ځینو ځایونو کې بیا مظاهره چیانو هم پولیس په کاڼو ویشتلي وؤ.
د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې په دغه اخ و ډب کې تر ۲۰ زیات کسان ژوبل شوي وؤ اؤ د بنګله دېش ځایي ورځپاڼې "دي ډيلي سټار" خبر ورکړی ؤ چې د کهلنا ښار په څنډه کې د مظاهره چیانو په حملو کې یو پولیس عسکر هم وژل شوی چې ددغه وژنې په تور کې د ۱۲۰۰ کسانو په ضد مقدمه درج کړل شوې ده.
اوسنۍ مظاهرې څنګه پېل شوې؟
بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتو کې د کوټې د نظام خلاف په ۱۵مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې خو کله چې سپریم کورټ سرکاري ملازمتونو کې د کوټه سسټم خلاف د هایکورټ فیصله معطل کړه نو دا مظاهرې یو څه ودرېدلې وي.
مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غړو ته سرکاري ملازمتونو کې د ۳۰ فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.
مظاهره چیانو تور لګولی ؤ چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.
عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند ؤ چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال ۱۹۷۱ کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.
تیره میاشت په دې احتجاجي مظاهرو کې شدت هغه وخت پیدا شو چې د مظاهرو راجوړونکو دعوه وکړه چې پولیسو اؤ حکومت پلوه ډلو په دوي حملې کړې دي.
د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته وزیراعظم حسینه واجد په ګرد هیواد کې کرفیو پځای کړې وه اؤ د انټرنیټ اؤ موبایل فون خدمات یې تړلي وؤ.
رپورټونه وایي چې دغو احتجاجونو اؤ نښتو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي وؤ.
د جنوبي ایشیا لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د فنډ سیمه ییز مشر سنجی وجسیکارا د جمعې په ورځ خپل بیان کې ویلي وؤ چې د مظاهرو په مهال وژل شوؤ کې ۳۲ ماشومان هم شامل وؤ.
هغه ویلي وؤ ورته معلومه شوې ده چې چارواکو ددې مظاهرو سره د تړاؤ په تور ماشومان هم نیولي دي.
ملګرو ملتونو اؤ امریکې بنګله دېش کې په مظاهره چیانو د شوي تشدد غندنه کړې وه.
( ددې رپورټ مواد د ایسوسي ایټډ پریس،رایټرز اؤ ای ایف پي نه اخستل شوي)