ټولنیزې رسنۍ «ایکس» هغه اکاونټ له جوړېدو څو ورځې وروسته د اکتوبر پر 28مه بیرته ځنډولی دی چې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په نوم جوړ شوی وو او په عبراني ژبه یې پوسټونه کول.
دا اکاونټ اوس هم پر ایکس ښکاري خو ورته لیکل شوي چې "ایکس دا اکاونټ ځنډولی ځکه چې د ایکس اصول یې مات کړي دي"، خو د ایلن مسک د ایکس ادارې دا نه دي ویلي چې دې اکاونټ له کومو اصولو سرغړونه کړې وه.
د خامنه یي دې ځنډول شوي اکاونټ دا مهال 16,400 فالوورز لري، خو د هغه په نوم دوه نور اکاونټونه هم شته. هغه اکاونټ یې 1.3 میلینه فالوورز لري چې په انګرېزي پوسټونه کوي او هغه اکاونټ یې 870,400 فالوورز لري چې په فارسي ژبه پوسټونه کوي.
خامنه یي پر خپلو نورو ایکس اکاونټونو د عبراني ژبې د ځنډول شوي اکاونټ په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د ایکس رسنۍ مشر ایلن مسک په دې اړه نور اضافي څه وضاحت کړی دی.
د خامنه يي دفتر د هغه په نوم په ټولنیزو رسنیو کې څو اکاونټونه لري چې په بېلا بېلو ژبو پوستونه او نور مواد خپروي.
د «خامنه یي. ایر عبري» په نوم په عبراني ژبه دا نوی اکاونټ پر ایران باندې د اسرايل له وروستيو هوايي بریدونو وروسته پرانیستل شوی وو او یواځې دوه پوسټونه یې کړي وو چې په یوه کې یې «کلمه» پوسټ کړې او په دویم کې یې اسرایل ته خبرداری ورکړی وو.
خامنه یي د عبراني ژبې په اکاونټ کې په خپل دویم پوسټ کې پر ایران د اسرایل وروستي برید ته په اشارې سره لیکلي وو، صیهونیسټ رژیم [اسرایل] د ایران په اړه په خپله محاسبه کې یوه تیروتنه کړې ده:
"موږ به هغه په دې پوه کړو چې د ایران ملت څومره زور، وړتیا، اقدام او امید لري".
اسرايل څو ورځې مخکې په ایران باندې بریدونه وکړل، چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه څلور ایراني پوځیان پکې وژل شوي دي.
اسرايل وایي دا بریدونه یې د ایران د هغو بېلسټیک میزایلو د بریدونو په جواب کې کړي، چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه یې په اسرايل باندې کړي وو.
ایران ګواښ کړی دی چې د دغو بریدونو غچ به اخلي، خو اسرایل بیا خبرداری ورکړی که پر اسرایل جوابي برید وکړي نو جواب به ورکړل شي.
د اسرايل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وړمه ورځ ویلي وو، پر ایران باندې د اسرايل بریدونه "کره او قوي" وو او وایي "خپل ټول هدفونه" یې ترلاسه کړي دي.
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي پر خپل فارسي ایکس اکاونټ هغه ته په جواب کې ویلي وو، پر ایران د اسرايل د بریدونو په اړه "باید مبالغه ونه شي او نه هم کم" وښودل شي.