اسیا - Voice of America
        <description>اسیا</description>
اسیا - Voice of America
امریکې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفري بندیزونو په لګولو غور پیل کړی
            <description>د امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ انتظامیې د پاکستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفري بندیزونو لګولو وړاندیز باندې غور پیل کړی.</description>
پوټین وایي په کورسک علاقه کې یې پاته اوکرایني عسکر ګېر اچولي دي
            <description>پوټین د شورو/چهارشنبې په ورځ د روس مغربي علاقې، کورسک ته په ناڅاپي توګه د خپلو عسکرو لیدو ته ولاړ، او هغو ته یې امر وکړي چې په فوري توګه دې د اوکرایني عسکرو څخه هغه سیمه بېرته ونیسي.</description>
چین پاکستان ته د خپل دوه اربه ډالرو پور د ستنولو موده تر یو کال وغځوله
            <description>پېښور — چین پاکستان ته د ورپورې هغو  دوه اربه ډالرو د ستنولو موده یو کال غځولې ده چې د روانې میاشتې په 24مه نېټه یې د ستنولو موده سرته رسېدونکې وه.
د پاکستان د خزانې وزارت پخپله اعلامیه کې د چین له لوري د دوؤ اربو ډالرو د پور د ستنولو د مودې غځولو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان په اقتصادي ثبات اؤ رغونه کې  د دوست هیواد چین معاشي همکاري دوامداره ده.
د خزانې وزارت ویلي چې د چین لخوا د خپل پور موده کې د یو کال پراختیا سره به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو په پیاوړتیا کې لاس امداد...</description>
د ښځو نړیواله ورځ: ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي د ښځو او نجونو پر حقونو دې بندیزونو ختم کړي
            <description>واشنګټن — د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» د طالبانو له حکومته په کلکه غوښتي هغه بندیزونه دې لرې کړي چې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې له خپلو بنیادي انساني حقونو محروموي.
یوناما د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې د ملګرو ملتونو پر غړو هیوادونو هم غږ کړی چې د افغان مېرمنو د غږونو پر پیاوړتیا، د دوی پر مبارزه، مشرتابه او راتلونکو هلو ځلو باندې پانګونه وکړي او له دوی سره یووالی په عمل بدل کړي.
د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو د...</description>
ملګري ملتونه: افغانستان کې په درو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 81 ملکي وګړي وژل شوي
            <description>واشنګټن — ملګرو ملتونو د افغانستان د امنیتي او بشري حالت په اړه په یو رپوټ کې ویلي، د تېر 2024 کال د نومبر میاشتې له پیله د 2025م کال د جنورۍ تر اخره په دغه هیواد کې په امنیتي پېښو کې لږ تر لږه 81 ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر په رپوټ کې د 2024م کال د نومبر، دسمبر او د روان کال د جنورۍ اړوند پېښو او مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی. دا رپوټ د مارچ په شپږمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راروانې دوشنبې- ګل په ورځ د افغانستان د حالت د ارزونې تر غونډې مخکې خپور شوی دی.
په رپوټ...</description>
امریکې په 12 چينايانو د سايبر جاسوسۍ د تور په مقدمه کې فرد جرم لګولی
            <description>د امریکې د انصاف محکمې ويلي، د چین د 12 وګړو ضد یې د حکومت د مخالفينو، خبري ادارو، امریکايي ايجنسيانو او پوهنتونونو هدف کولو، او د هغوی د سايبر جاسوسۍ ضد کمپېن چلولو په سر مقدمه درج کړې او فرد جرم پرې لګولی دی.</description>
چین امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول جګړې لپاره چمتو دی
            <description>پېښور — چین خبرداری ورکړی چې که امریکا جګړه غواړي، نو دوی یې مقابلې ته تیار دي. دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې صدر ډونلډ ټرمپ د چین پر ټولو وارداتو نوي تعرفې ولګولې، او چین یې په ځواب کې د امریکايي کرنیزو محصولاتو پر وارداتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنه تعرفې ولګولې.
صدر ټرمپ تېره اوونۍ پخپل ټروت سوشل میډیا باندې ویلي وؤ چې هغه به راتلونکې نهې/سې شنبې د مخکیني ۱۰ فیصده تجارتي ټېکس ترڅنګ کوم چې د دې میاشتې په پیل کې یې د چین په تجارتي مالونو لګولی و، نور ۱۰ فیصده اضافي ټېکس به هم ورباندې...</description>
هند او یورپي اتحاد ژمنه کړې د ازاد تجارت تړون به پياوړی کوي او اړیکې به زیاتوي
            <description>واشنګټن — د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د یورپي کمشن مشرې اورسلا وون ډیرلېین د د جمعې په ورځ په هند کې له خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې هند او یورپي اتحاد پر دې متفق شوي چې د روان کال تر پایه به د ازاد تجارت تړون بشپړ کړي.
د هند او یورپي اتحاد تر منځ له کلونو راهیسې روانو خبرو اترو په پام څېړونکي وايي تړون ته ډېره بیړنی اړتیا ده ځکه د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ د محصولاتو ګواښ ډېر هیوادونه هڅوي چې له امریکې بهر بازارونو ته رسایي زیاته کړي.
وون ډیرلېن د یورپي اتحاد د هیوادونو له مشرانو سره...</description>
پاکستان او چین د فضایي مرستو د پراخولو تړون لاسلیک کړی
            <description>پېښور — پاکستان اؤ چین په هوایي مرستو پراخولو او د چین د فضایي سټیشن لپاره د لومړي پاکستاني خلاباز د روزنې تړون کړی دی.
د پاکستان د سرکاري راډیو د راپور له مخې، دا تړون په اسلام‌آباد کې لاسلیک شوی اؤ د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم موجود و.
په دغه موقعه وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دا تړون د چین له خوا د تېرو څو لسیزو راهیسې د فضا او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان غواړي د چین په همکارۍ خپل...</description>
د طالبانو حکومت: په جبري ډول د افغان کډوالو ستنول افغانستان کې د مرستو پر بهیر اغېز کوي
            <description>واشنګټن — د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو د چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د مرستې رسولو پر بهیر باندې له ګاونډیو هیوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو د ور ستنېدو د بهیر پر اغېزو خبرې کړي دي.
دغه وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د چین د سفیر ژاو شینګ له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د چین پر مرستو هم خبرې کړي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، "مولوي...</description>
په تورخم د پاکستاني او طالب چارواکو خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې، دروازه لا هم تړلې پرته ده
            <description>د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم بنده پرته ده، خو د پولې بندېز په اړه پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ ناسته کې ویل شوي، پاکستان به خپلې غاړې ته په تورخم کې هيڅ نوې پوستې يا ودانۍ نه ده جوړه کړې او که په شته ودانيو کې څه کار کېږي نو بل لوري ته به دغه معلومات د وړاندې نه ورکولی شي.</description>
په لیکوال سلمان رشدي باندې بریدکوونکی د قتل د هڅې په تور مجرم وبلل شو
            <description>واشنګټن — د امریکې د نیویارک ایالت په یو عدالت کې منصفه پلاوي د جمعې په ورځ هادي مطر له دې کبله مجرم وپېژانده چې ورباندې تور وو چې په 2022م کال کې یې د "شیطاني آیتونو" د ناول د لیکوال سلمان رشدي د وژلو هڅه کړې وه.
27 کلن مطر د 2022م کال د اګست په 12مه هغه وخت سلمان رشدي څو ځله په چاقو وواهه چې هغه په یوه تعلیمه اداره کې خلکو ته وینا کوله. په برید کې د سلمان رشدي یوه سترګه ناکاره شوې وه.
هادي مطر د امریکې په کېلیفورنیا ایالت کې زېږېدلی خو کورنۍ یې د لبنان ده.
په عدالت کې د شواهدو او...</description>
ملګري ملتونه: چین د ایغور او تبتي نسلي اقلیتونو جبري مشقت زیات کړی
            <description>پېښور — د محنت په اړه د ملګرو ملتونو ادارې (آي ایل او) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د چین چارواکي د مسلکي روزنې اؤ تعلیم مرکزونه نه یوازې سنکیانګ او تبت کې د جبري مشقت لپاره کاروي، بلکې  هغوی د کلیوالو سیمو اضافي کارمندان په لویه کچه ګرد هیواد کې سرکاري لېبر پروګرامونو ته منتقل کوي.
چین دا راپور ناسم او بې اساسه بللی دی.
د آي ایل او دا راپور د دوشنبې- ګل په ورځ خپور شوی او په دې اړه تفصیلات وړاندې کوي چې چینايي چارواکو څنګه د اقلیتي ابادۍ د غربت د کچې په هکله د پلټنو اؤ د څارنې هڅې...</description>
د امریکې خارجه وزارت پخپل وېب سایټ کې د چین په حوالې سره تغیرات راوستي
            <description>د امریکا خارجه وزارت د خپل وېب سايټ په یوه پاڼه کې چې د چین هېواد سره د تعلقاتو وضاحت ورکوي، د "جمهوریه عوامي چین" پر ځای، اوس صرف د "چین" نوم استعمال کړی دی.</description>
اسرائیل کې په بسونو کې درې پرله پسې چاودنې شوي – مرګ ژوبله نلري
            <description>اسرائیل کې د بسونو چاودنې کلونه وړاندې د فلسطینیانو د پاڅون پر مهال ډېرې لېدل کېدلې، خو اوس مهال داسې چاودنې ډېرې نامعموله ښکاري.</description>
ټرمپ وايي توقعو کوي چې د چین صدر به د امریکې دوره وکړي، خو د دورې وخت يې نه دی څرګند کړی
            <description>ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه د ټېک ټاک په اړه د چین سره خبرې کوي. د ټرمپ حکومت کوښښ کوي چې د ټېک ټاک باني کمپني بایټ ډېنس دا اېپ خرڅ کړي او د دې دلارې په امریکا کې د بندیز نه بچ شي. ټېک ټاک په امریکا کې په مېلینونو صارفین لري</description>
د نوي ډیلي په رېلوې سټېشن د الغاؤ تلغاؤ پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي
            <description>پېښور — د هند د پلازمینې نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې د الغاؤ تلغاؤ جوړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.
د هندي رسنیو له مخې تېر ماسخوتن د نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې ګڼ شمېر خلک د هند تر ټولو لوی مذهبي غونډې، کمبه میلې، ته د تګ لپاره اورګاډیو ته ختل چې په دغه موقعه الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.
ټاکل شوې ده چې دغه میله به د فبرورۍ تر ۲۶مې نېټې دوام وکړي.
کمبه میله هر ۱۲ کاله وروسته د هند په شمالي ښار پریاګراج کې جوړیږي، او تر دې مخکې هم  اکثره په هند کې په داسې...</description>
د ملګرو ملتونو رپورټ وايي چین په سېنکیانګ او تبت کې جبري مشقت زیات کړی
            <description>چينايي چارواکو دې عمل ته د ازادولو عنوان ورکړی او د ايي اېل او رپورټ وايي د دې په نتیجه کې په سېنکیانګ او تبت کې د اقلیتونو ټولنو په زرګونو خلکو د انتهايي سختو حالاتو د لاندې د شمسي توانای د ښيښو د جوړولو په شمول په نورو صنعتونو کې کارونه شروع کړي دي.</description>
ټرمپ د نریندرا مودي سره په کتنه کې د امریکا نه د دفاعي سامان او توانایۍ په اخېستو ټینګار کوي
            <description>د ټرمپ د انتظامیې چارواکي د زیارت ورځې په سهار خبریالانو ته وویل: "زمونږ مقصد به دا وي چې هند ته د دفاعي سامان خرڅلاو زیات کړو او دا یقیني کړو چې هغوی د امریکایي ټېکالوجۍ استعمالولو ته ترجیح ورکړي."</description>
د نړۍ مشران به په میونیخ کانفرنس کې د اوکراین او منځني ختیځ په ګډون پر نورو نړیوالو مسایلو خبرې کوي
            <description>واشنګټن — د نړۍ سلګونه مشران او استازي به د دې اونۍ په اخر کې د مونیخ په امنیتي غونډه کې ګډون کوي چې د اوکراین او منځني ختیځ کې شخړې او په هند پېسفیک سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی یې په ایجنډا کې شامل دي. د غونډې ټول پام به د صدر ټرمپ د حکومتي پلاوي دریځ ته وي.
د روس د بشپړ یرغل خلاف د اوکراین جګړه څلورم کال ته د ننوتلو په حال کې ده.
دا شخړه به د جمعې په ورځ‌ د میونیخ د امنیتي غونډې د ایجنډا په سر کې وي چې د نړۍ سلګونه مشران او استازي پکې ګډون کوي. دا په واشنګټن کې د ټرمپ د نوې ادارې...</description>