د پاکستان لخوا په اتلسم مارچ د افغانستان دننه بمبارۍ وروسته اسلام اباد ویلي دي د افغانستان د خودمختارۍ احترام کوي اؤ بریدونه یې د ترهګرو په پټ ځایونو کړي
د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې پولیسو هغه ښځه له یو شمېر قهر جنو خلکو نه ساتلې په چا چې دا تور لګول شوی و چې په جامو يې د قران ټکي لیکل شوي پولیسو په دغې ښځې باندې لګول شوی تور دروغ بللی خو دغې ښځې په یوې ویډیو کې له پولیسو او ځايي عالمانو ته بخښنه هم غوښتې ده.
پاکستان پیلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هغه دعوه رد کړې چې ګنې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورې تحریک تر شا د پوځ او استخباراتو لاس و. پیپلز ګوند وایې د بې باورې تحریک له کامیابۍ وروسته تر ټولو زیاتې ګټې مولانا فضل الرحمان پورته کړې دي.
یوې امریکايي ادارې په پاکستان کې په اتم فرورې کېدونکو انتخاباتو د پاره ترهګري اؤ په سیاست کې د پوځ مداخله لویې مسلې بللي آرمډ کنفلکټ ېوکیشن اینډ ایونټ ډيټا پراجیکټ نومي امریکايي ادارې ویلي، د ترهګرۍ او د پوځ د مداخلت په سبب به د انتخاباتو په نتیجو پوښتنې راپورته کېږي.
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره درېم قرارداد جمع کړی شوی دی. خو د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي وايي، انتخابات به په ټاکلې نېټه اتمه فرورۍ کې کيږي. تفصیل د اورنکزېب خان په راپور کې.
د نېټ بلاکس مشر ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي په دغه طریقه د یو سیاسي ګوند د هلو ځلو مخنیوي دپاره د انټرنېټ د تړل کېدو مثال نه موندل کېږي او د دې نه وړاندې یوازې وینزویلا داسې هیواد و چې د سیاسي مخالفینو مخه نیولو د پاره یې دا کار کړی و
جنرال عاصم منیر د امریکې سفر په داسې حال کوي چې په نیزدې ورځو کې د امریکې د خارجه محکمې درې اعلا چارواکو د پاکستان سفرونه وکړل اؤ رپورټونه وايې پاکستان ته د سفر په مهال امریکايي چارواکو د خپلو پاکستاني هم منصبانو سره د افغانستان او په نورو اړونده موضوعاتو خبرې وکړې
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير ويلي په غیر قانوني توګه اوسیدونکي بهر ملکیان د پاکستان امنیت ته خطره ده او د دې سره یې ملکی اقتصاد ته هم زیان رسېدلی
څېړونکي: داسې نه ښکاري چې پاکستان دې له امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې په شا شي
انوار الحق کاکړ، د بې درکه بلوڅو زده کونکو په مقدمه کې عدالت ته له تللو انکار کړی، پوهان وايي، عدالت کولای شي سزا ورکړي
د اسلام اباد هاى کورټ جج جسټس محسن اختر کياني وېنا وه چې د بلوچ طالب علمانو د کمېشن د سپارښتنو ترمخه 55 لا درکه بلوچ زده کونکي دې عدالت ته پېش کړي شي ګني بيا دې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ پېش شي. جج وویل حکومت ته اووه ورځې وخت ورکوي او باید چې د کمېشن په سپارښتنو عمل وشي
نور کتل