اېکس یا پخواني ټوېټر ویلي دوی په پاکستان کې له تړل کېدو وروسته په حکومتي اندېښنو باندې د ځان پوهولو هڅه کوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اسلام اباد هاى کورټ کې جمع کړي خپل رپورټ کې ویلي چي اېکس د هغوي خواست ته څه ځواب نه و ویلی نو ځكه پاکستان کې دا ټولنيزه رسنۍ وتړل شوه.
نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ویلي چي هغوی له پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تیاره دي دوی دا هم ویلي چې په روانه میاشت کې د ايي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروگرام لاندې بقايا 1.1 ارب ډالره ترلاسه شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف يو ځل بيا دا تور لګولی چې پاکستان کې د ترهګرۍ د ورستيو پېښو منبع افغانستان کې ده خواجه اصف ګواښ کړی چې ورځ تر بلې د طالبانو د حکومت د بدلېدونکي رويې له کبله نور زموږ سره د هغوي لپاره لارې محدودې دي.
د اسلام اباد هایې کورټ شپږو ججانو سپريم جوډېنشل کونسل ته خط کې ليکلي چې د هېواد استخباراتي یا خفيه ادارې په ښکاره ډول په عدالتي چارو کې مداخله کوي او په قاضيانو فشار اچوي. ججانو غوښتنه کړې چې په دې اړه دې جوډېشل کنونشن راوبلل شي.
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ویلي، هېواد ته د يو بل قرض پروگرام ضرورت دی د کوم موده چې درې کاله کېدای شي هغه وايي هېواد د لويو اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی او د اقتصادي استحکام راوستلو لپاره به د اقتصاد په هره څانګه کې اصلاحات کول وي.
د ای اېم اېف سره که خبرې کامیابې شوې نو پاکستان به د درې اربه ډالرو د شوې لوظنامې لاندې، پاتې ۱.۱ اربه ډالره پور تر لاسه کړي. د خزانې وزیر محمد اورنګزيب دا هم ویلي چې د ای اېم اېف سره به زر د نور پور يا قرض اخستلو په اړه هم خبرې پېلوي
د امرېکې وتلې ورځپاڼې بلومبرګ په تېرو ورځو کې د پاکستاني چارواکو د قوله ويلي وو پاکستان پلان لري چې روان کال د اربونو ډالرو قرضونو د بېرته ورکولو لپاره د ايي اېم اېف سره لږ تر لږه د شپږ اربه ډالرو نور قرض لپاره په یو تړون خبرې وکړي
د نړیوالې مالياتي ادارې یا اي اېم وياندې ویلي، اداره یې د پاکستان له نوي حکومت سره د خبرو په تمه ده خو د پاکستان په سياسي صورتحال یې له تبصرې نه ډډه وکړه هغه دغه څرګندونې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا په انتخاباتو کې د ممکنه درغليو په اړه د ادارې ته د استولي لیک سره په تړاو کړي.
اسلام اباد هاى کورټ د لا درکه بلوچ طالب علمانو په مقدمه کې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ يو ځل بيا عدالت ته د بلې اورېدنې لپاره غوښتی دی نور تفصيل د ارشد حسېن په راپور کې.
عدالت په جبري توګه د لا درکه بلوچ زده کونکو د بازيابۍ لپاره د استخباراتي ادارو ايي اېس ايي، ملټري انټليجېنس یا اېم ايي او د انټليجېنس بېورو، ايي بی، د مشرانو په شمول د درې کسيزه کمېټۍ جوړېدو هم امر کړی دی
نور کتل