د ډیوه بحث- د پاکستان په قبايلي ضلعو کې د فرورۍ په اتمه د کېدونکو ټاکنو وړاندې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي. په باجوړ کې د يو ازاد اميدوار د وژنې وروسته په (اېن اې اتم او پي کی دويشتم) ټاکنې ځنډول شوي دي.
د الېکشن کمپېشن چارواکي وايي دوي د ووټ اهميت او د خلکو په الېکشن کې د برخه اخستو په اهميت بېلا بېل کمپېنونه چلولي دي، د کمېشن چارواکو ميډيا ته ويلي چې زياته زمه واري د سياسي ګوندونو وي چې خلک ووټ ورکولو ته وهڅوي۔
ځايي خلک د سوړ انتخابي کمپېن يو بل علت په سيمه کې د امنيت خراب صورتحال هم بلي. په اتمه جنورئ د باجوړپه ماموندو سيمه کې د سړک غاړې ښخ بم چاودنه کې اته پوليس اهکار ووژل شوو. په کوهاټ، بنو او ډي ايي خان ضلعو کې هم د وسله والو بريدونو کې پوليس اهکار په نخښه شوي دي
په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو ټاکنو کاندیدان وايي، دوی په صوبه کې د امنیت خرابې وضعې اندېښمن کړي دي او دا به د رایې اچونې په بهیر هم اغېز وکړي په خیبر پښتونخوا کې په اتمه فبرورۍ کېدونکو ټاکنو لپاره ولاړو کاندیدان یا امیدوارانو کور په کور کمپاین پیل کړی.
د خېبر پښتونخوا د پوليس په وېنا تېر کال يو سل پينځه اتيا پوليس وژل شوي وو، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د پېښور پوليس لاین یا مرکزکې په چاودنه شوې وه چې پکې د اتياو نه زيات تنان وژل شوي وو
پاکستان په ملګروملتونو کې له پاکستاني طالبانو سره د عصري یا ماډرن وسلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې د پاکستان لنډ مهالي وزیر اعظم انوارالحق کاکړ او نورو چارواکو مخکې څو وارې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا نه پاتې وسلې اوس د وسله والو په لاسو کې دي.
په تېرو دوو ورځو کې د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په بمي چاودونو او هدفي وژنو کې نهه تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي څيړونکي وايي، ښکاري چې د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ترهګرۍ نوې لړۍ پېل شوې ده.
څېړونکو د پاکستان د هغو علماو خبره بې اثره بللې چې د پوځ له مشر سره تر لیدنې وروسته یې تور پورې کړی چې له افغانستانه په پاکستان کې ترهګري کېږي د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د ملک د هر مکتب فکر علماو له جنرل عاصم منير سره ليدلي او د پاکستان د دريځ او تحفظاتو تاييد او ملاتړ یې کړی.
پاکستان کې په قانوني توګه میشت افغانان هم وایي په ځورولو بېرته تګ ته اړ کړای شوي
د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې يو چارواکي ډيوه ته وويل تراوسه نزدې د 1000 پورې بې اسنادو افغانان نيول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي
د خېبر پښتونخوا موقتي حکومت د څلورو مياشتو د بجټ منظوري ورکړې ده څېړونکي وايي صوبه دا وخت د مالي ستونزو ښکار ده ځکه چې د وفاقي حکومت نه ورته خپله برخه پېسې پر وخت نه ورکول کيږي چې له امله يې په بجټ کې پراختیايي کارونه د نشت برابر وي.
نور کتل