د ایسوسيټيډ پریس د راپور تر مخه کله چي د امریکي او نيټو ځواکونه د افغانستانه ووتل او طالبانو افغانستان ونيوو نو دا پایلټان هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې خپلې الوتکې یې ګاونډي هيواد تاجکستان ته رسولې وي۔
د ټيکساس په سان انټونيو ښار کي د پشتون ژغورني غورځنګ د فعالانو له خوا د منظور پشتين د خلاصولو لپاره مظاهره شوې چې په سلګونو کسانو پکې ګډون کړي وو تفصیل د راشد خټک په راپور کې.
د کیلیفورنیا ميشتو افغانانو په هزاره ټولني باندې د بریدونو پرضد احتجاجي مظاهرې کړي او له نړیوالو يې د هغوی د ژغورلو غوښتنه کړې. راشد خټک
د ټي-ټونټي نړېوال کپ په موقع، افغانستان به د پاکستان په وړاندې مقابله وکړي. دا چې کومه ډله به دا لوبه وګټي، او په اړه یې د کرکټ د شوقیانو نظرونه څه دي، په دې اړه د وي او اې ډیوه خبریال راشد خټک د امریکا په کیلي فورنیا ریاست کې له ځینو سره خبرې کړي چې دلته یې لیدلی او اورېدلی شئ.
امريکايي بيلی برېډ فورډ چې په ضرورتمندو ويړيا سايکلې ويشي، وايي خلک ترې د هغه د کار روزګار په اړه پوښتنه کوي، او هغه ورته په مسکي کېدو سره وايي، مشغله یې د خسارې کاروبار دی، خو نوموړی وايي هغه ته د دغه لارې د خدمت موقع او خوشالي ترلاسه کیږي.
ګورنر ګيون نيوسم دا اعلان په داسي وخت کښي کوي چي په راتلونکي اونۍ کې د ګرده امريکا په کچه خلک د شکراني ورځ يا د تهينکس ګيوينګ ډی لمانځلو تياريانی کوي۔ په عمومي توګه خلک د شکراني ادا کولو دا ورځ د خپلو خپلوانو سره په ګډه سره لمانځي