د فصلونو لپاره کومه سره په کوم وخت کې مهمه ده او د خاورې او اوبو ټيسټ څنګه او چېرې کيدای شي؟ پهه دې اړه د ماډل فارم سروسز چارسده زميدارو ته روزنه ورکړل شوې. د دې روزنیز پروګرام هدف ښه زميداري او د کروندګرو د ګټې زياتول وو. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
خیبرپښتونخوا کې د سټرابیري فصلونه رسیدلي او د دې میوې شوکه پيل شوې تير کال پر 240ايکړه ځمکه باندې سټرابیري کرل شوي وو چي پيدوار یې 705ټنو ته راسيدلي و. سږ کال دا میوه په 250ايکړه کرل شوې خو زميدار د ګرانۍ او ډيرو خرچو انديښمن کړي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
پوهان: د موسمي بدلون د منفي اثراتو نه د بچ کيدو يواځينی لاره د زياتو ونو کرل دي په دې اړه په چارسده کې سماجي کارکونکو د ونو د کرلو پر ګټو د پوهېدو یوه هڅه پیل کړې. تفصيل د ملک وقاص په راپور کې.
د کرنې ساینس پوهان هڅه کوي چې له کمو ځمکو څخه ډیر تولید ترلاسه کړي ځکه چې دوی وايي، موسمياتي بدلون په کرنه ډېره بده اغیزه کړې ده او په دې برخه کې نورې څيړنې هم روانې دي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
د يخني په دي موسم کې د نوښارمالټي خلک ډېرې خوښوي. د لرو پرتو سيمو خلک هم په ګڼ شمير کې دې خوندورو مالټو خوړولو ته راځي. يادي مالټي بيلابيل قسمونه لري او په ډيره خواري یې خسمانه کيږي. زمونږ همکار ملک وقاص په نوښار کې د مالټو يو باغ ته تللی او دا رپورټ یې تيار کړی دی.
پاکستان کې د خوراکي توکو بیې زیاتې شوي د پاکستان د شمير شميرني ادارې د مياشتني رپورت تر مخه د نومبر په مياشت کې د ۱۶شپاړسو څيزونو نرخونه زیات شوي دي. همدا رنګه په کلنۍ کچه هم د لسو نه د زياتو شيانو ګرانو بيو کې کمي ندی راغلي. د ګرانۍ نور احوال ملک وقاص په دې رپورټ کې راکوي.
د خېبرپښتونخوا په سوات ضلع کې د غنمو د کروندې لپاره تياری سر ته رسيدلی او زميدارو خپل پټي برابر کړي دي حکومت په سیمه کې کروندګرو ته د یخ موسم دپاره موزون تخمونه ورکوي. کروند ګروهم د تخمونو په اړه تسلي ښکاره کړي ده. په سوات کې د غنمو د کښت، تخمونو او پيدوار په اړه نور حال ملک وقاص وړاندې کوي
پوهان: په پاکستان کې د ډالر د نرخ له ښکته تلو سره هم د خوراکي توکو بیې په خپل ځای دي او عامو خلکو ته ترې کومه خاصه ګټه نه ده رسېدلې د شمېر شمېرنې ادارې د ګرانۍ اوونيزه کچه 0.30 فيصده ښودلې او په کلنۍ کچه د ګرانۍ اندازه 38.28 فيصده ښيي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
پوهان په خیبر پښتونخوا کې د غنمو زیات پیداوار له معیاري تخمونو سره تړي چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا د غنمو د کروندې لپاره 35زره ټنه تخم ته اړتیا لري. په خيبر پښتونخوا کې د غنمو کښت د اکتوبر له 20 مې نېټې څخه شروع کېږي. په صوبه کې د غنمو د کښت او تخمونو په اړه نور حال ملک وقاص وړاندې کوي
د موسمي بدلون د مخنیوي لپاره په پېښور زرعي پوهنتون کې د جامن سل بوټي کرل شوي. د جامن بوټي مېوه هم ښه ده او روغتیا ته یې ګټه هم زیاته ده. پوهان وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې هم موسمي بدلون په چاپیریال ناوړه اغیزې کړي. تفصیل ملک وقاص وړاندې کوي.
زراعت پوهان وايي، د پښتونخوا د غنمو کمی به دا کال کم وي ځکه پيداوار یې ډېر شوی په پښتونخوا کې د ښه زراعت ډېرې لارې دي او زراعت پوهان وايي د پنجاب په غنمو او اوړو اړتيا هله کمېدلی شي چې د کر کروندې ځمکه پراخه کړل شي او داسې نوي توخمونه پيدا کړل شي چې پيداوار يې په څو چنده زيات وي.
خيبر پښتونخوا ته د ۲۰۱۰ کال له سېلاب نه وروسته سپين ګلي نومي ګنده بوټي انتقال شوی چې د کرونده ګرو ستونزې ورسره زیاتې شوي. دا ګنده بوټی د انسانانو او ځناورو لپاره د ناوړه ناروغیو سبب کېږي او هم په پټي کې د فصل خوراک 35فيصده ختموى چې له امله یې پيداوار هم کم شي او فصلونو ته زيان ورسېږي.
په خیبر پښتونخوا کې د بزګرو په فصلو باندې د ګلۍ له امله د تنباکو بیې زیاتې شوي زمیدار خوښي څرګندوي چې دا مهال د یو کیلو تنباکو بیه ۸۲۵ روپیو ته رسېدلې ده. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په سېلاب ځپلو سیمو کې زمیدارو ته له مچانو څخه د میوو او سبزیانو د فصل ساتلو لپاره ټرېپونه ورکړل شوي بزګر وايي، له دې سره په فصلونو باندې د زهرو سپرې بنده شوې او له دې امله یې لګښت هم ۸۰ سلنه کم شوی. په دې هکله د ډیوې خبریال ملک وقاص له بزګرو سره خبرې کړي.
د چارسدې د ابازو سیمې د خوږو امونو فصل رسېدلی او بزګر یې د صادراتو د زیاتېدو غوښتنه کوي د چارسدې د ابازو سیمې د امونو په باغونو کې فصل رسېدلی چې نه یواځې د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږل کېږي بلکه بهرنیو هېوادونو ته هم استول کېږي خو بزګر وايي، چې صادرات یې باید زیات شي.
د حلالې د غوښې او شودو مقدار زياتولو لپاره په پښتونخوا کې د لائيو سټاک محکمې پروژې شروع کړي. په دې پروژو کې زميدارو ته د څاروو ساتلو او ښه خسمانې د پاره د څاروي په سر پيسې ورکوي او د څاروو د ناروغتيا علاج هم ويړيا کيږي. زميدار د دې نه څومره ګټې اخلي؟ تفصيل د ملک وقاص په رپوټ کې
په خیبر پښتونخوا کې د ټماټرو د پیداوار د زیاتېدو له امله د ټماټرو بیې کمې شوي او بزګر یې د ځان لپاره تاوان ګڼي. کرونده ګر وايي، دوی لا په دې نه پوهېږي چې د فصلونو د راټولولو پر وخت خپل ټماټر خوندي کړي او بیا وروسته د بیو د زیاتېدو پر وخت یې وپلوري. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
په سوات کې د سارویو د صحت لپاره یوه لیبارټري په کمه بیه د سارویو د ناروغیو درملنه کوي. دغه لیبارټري د سوات د سیمې ۲۶۶۰۰۰ غواګانو، اته لکه ګډو او ۱۲ لکو اوزو لپاره د درملو برابرولو وړتیا لري.
پاکستان کې د زیاتې شوې ګرانۍ له کبله د عامو خلکو مالي ستونزې نورې هم زیاتې شوي. د پاکستان د شماریاتو اداره وايي په کلیزه ګرانۍ کې ۴۲.۶۷ فیصد زیاتوالی راغلی. په سیمه کې د ډیوه خبریال ملک وقاص بازار کې د دوکاندارانو او سودا اخستونکو سره خبرې کړي.
په پښتونخوا کې د خټکو کروندګر وايي، فصل يې ښه شوی خو تاواني دي روانې ګرانۍ د عام ولس سره سم زميدار هم ډېر اغیزمن کړي دي. کروندګر وايي، په فصلونو کيدونکي لګښتونه يې زيات او د پيدوار ګټه يې کمه ده.
نور کتل