د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پابندۍ نه مخکې به پي ايي ای په يورپ کې پېرس، مېلان، بارسېلونا، اوسلو او کوپن هېګن ته پروازونه کول
په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تیري او وژنې شمیرې د اندیښنې وړ دي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو د راپورونو پر اساس یوازې په ۲۰۲۳م کال کې د ماشومانو د جنسي تیري ۴,۲۱۳ پېښې مخې ته راغلې وې
په پېښور کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نایله رضا وي او اې ډیوه ته وایي په ۲۰۱۶ کال کې د "غېرت په نوم د وژنو" د مخنیوي لپاره پاکستان کې سخت قوانین جوړ شوي، خو په هغې قوانینو تر ننه سم عمل نه کیږي چې له دې امله اوس هم د غېرت په نوم د وژنو لړۍ دوامداره ده
سرچینو وویل د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، وسله والو ناتاره ډزې پیل کړې، چې پکې دوه امنیتي عسکر د وسله والو په ډزو وژل شوي دي، په وژل شوي کې یو پولیس اهلکار شامل دی
د جمعې په ورځ په خارجه دفتر کې خبریالانو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت خارجه ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي د کورنیو چارو وزارت چې په اسلام اباد کې له شوي احتجاج څخه کوم افغان وګړي نیولي دهغوي په اړه تفصیلات به هم دغه وزارت خپروي
د چين قونسل جنرل يانګ يوندوګ زياته کړې ده چې د پاکستان او چين تعلقات تاريخي او سټراټيجکي اهمیت لري او په چينايي وګړو حملې د دواړو ملکونو په يو بل اعتماد نه متاثره کوي
د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ په کورمه کې يې د شیعه او سني مسلمانانو ترمېنځ، يو ځل بيا د جرګې وروسته، د 10و ورځو لپاره اوربند پر ځای کړی دی
د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې یې د تحريک طالبان پاکستان څلور وسله وال وژلي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] ضد قرارداد منظور کړل شوی چې په دغه ګوند دې بنديز ولګول شي. او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت په اسلام اباد کې د پي ټي آي په غړو د تشدد ضد د درېو ورځو ماتم اعلان کړی دی.
وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ د کابینې غونډې ته وینا کې ويلې وؤ، چې د پوځ د سرلښکر له وجې په اسلام آباد کې د پي ټي آي برید ناکامه کړی شوی دی
په اسلام اباد کې میشت سینیر خبریال طاهر خان وایي په پاکستان کې په لکونو افغانان په قانوني توګه ژوند کوي اؤ د پاکستان کابینې هغوي ته د راتلونکي کال ۲۰۲۵م د جون تر ۳۰مې نېټې دلته د استوګنې اجازه هم ورکړې ده
د احتجاج پرمهال جاني خېل قامي جرګې امنیتي ځواکونو ته درې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د سیمې د ټولو تړلو لارو د پرانستلو، د نیول شوو کسانو د خوشي کولو او د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د نه زیانمنولو غوښتنې شامل دي
نور کتل
No media source currently available