سپینې ماڼۍ ویئلې د معلوماتو د شائع کیدو په وجه د هاغه خلکو ژوندونه او کار د خطر سره مخ کیږي د چا نومونه چې افشا کړی شوې دي. د وکې لیکس لخوا د معلوماتو د خوریدو یوه ورځ وړاندې د امریکې مشر سرکاري وکیل د وکې لیکس باني جولیئن اسانج ته خط کې لیکلې ؤ چې د معلوماتو شائع کول به د امریکې د قانون خلاف ورزي وي.