نیټو او افغان ځواکونو ویئلې په گردیز ولایت کې يي د طالبانو یو مهم مشر وژلی او بل يي نیولی دی. او په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو بل مشر د خالي په ورځ نیول شوی دی.
یو سرکاري وکیل د فرانس خبرې ادارې ای ایف پي ته وئیلې په دواړه افسرانو د نورو الزاماتو سره سره دا الزام هم لگول شوی چې دوې د بې نظیر بهټو د تحفظ د پاره مناسب گامونه نه ؤ پورته کړې.
په ایران کې د هیواد دننه د یورینیئم تیارولو خبرې په داسې وخت کې راغلی دی چې د گل په ورځ به د اروپائي اتحاد یورپیئن یونیئن د خارجه پالیسۍ مشرې کیتهرین ایشټن و د ایران د ایټمی پروگرام مشر مرکچې سعید جلیلي به په جنیوا کې خبرې اترې شورو کوي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت او پوليس سرچينې وائي د عراق په پايه تخت بغداد کې ترسره شوؤ يو شمير موټر بمي چاؤدنو چې پکې دوه په ايراني زائرينو ترسره شوي کې لږ ترلږه 13 کسان وژل شوي او خواؤشا 80 ژوبل شوي دي.
د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي چې امريکائي پوځيان په افغانستان کې دطالبانودپرمختگ مخنيوي کې بريالي کيږي او هغوي به په افغانستان کې پخپل مشن کې کاميابيږي.
د پاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس وائي پوځ مدام داساسي قانون د چوکاټ دننه دسياسي عمل دتگلارې څرگندونه کړې ده.
د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ویلي د ترهگرۍ په ضد جگړه د پاکستان دمرستې نه بغيرنۀ شي گټلى کيدى او پاکستان او افغانستان ته به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مرستې ښۀ کول وي.
د پاکستان خېبر پښتونخوا او نورو صوبو کرونده گر یا زمینداران وایی د چېنو ملونه ورته دبازار سره سمې بېعې نه ورکوي
د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا د کال 2018م او 2022م دنړيوال کپ دلوبودپاره دکوربه هيوادونو اعلان کړى دى.
د ويب پاڼې وکي ليکس لخوا د نوؤ انکشافاتو او خفيه دستاويزاتو جاري کولو لړۍ دوامداره ده او د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او دپاکستان صدر اصف علي زرداري ترمينځ تيليفوني خبرې اترې شوي دي.
وکي لیکس ويب پاڼې پخپل يونوي انکشاف کې په ډاگه کړې ده د ترهگرۍ په ضد جگړه کې تر هاغه وخته پورې کاميابي نۀ شي ترلاسه کيدى ترڅوچې د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه ائي ايس ائي دافغان طالبانو ملاتړ دوامداره ساتي.
نور کتل