د پاکستان د سندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې د خالي په ورځ ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه دوه مشکوک ترهگر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د امريکې خارجه محکمې وئيلي دي دسياسي مخالفينو سره دپوځيانو جنگولو څخه وروستو دليبيا صدر معمرقذافي دهيواد دمشرۍ حق بائيللى دى.
د پاکستان اوافغانستان لپاره د امريکائي جمهوررئيس براک اوباما نوى ټاکل شوى ځانگړى استازى مارک گروسمين به سبا داتوار په ورځ دپاکستان پايتخت اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر رسيږي.
د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي او دهغوي دوه ځالې هم له مينځه تللي دي.
د پاکستان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور سره په لږه فاصله پرته سيمه اکبرپوره کې ديو جومات دننه دبمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 9 کسان وژل شوي او دښځو او ماشومانو په شمول 25 نور ژوبل شوي دي.
د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي د ليبيا صدر معمرقذافي د مشرۍ حق بائيللى او بايد اوس اقتدار پريږدي.
د پاکستان داقليتي چارو د وژل شوي وزير شهباز بهټي اخري رسومات دجمعې په ورځ دپلازمينې اسلام اباد په گرجا کې ادا کړل شوي او دهغې وروسته دنوموړي تدفين په پنجاب ايالت کې دهغه په پلرني کلي خوش پور کې کيږي.
د جمعې په ورځ دورلډ کپ ترسره شوؤ دوؤ ميچونو کې نيوزي لينډ زمبابوى او ويسټ انډيز بنگله ديش ته ماتې ورکړې ده.
د کولمبو په پريماداسا اسټيډيم کې گروپ اى کې شامل پاکستان دزيارت په ورځ خپل دريم ميچ کې کينيډا ته په 46ؤ رنزو ماتې ورکړې ده.
د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې چارواکي وائي وسله والو جنگيالو د زيارت په ورځ شپږ پاکستاني عسکر وژلي دي.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دوفاقي وزير شهباز بهټي په وژنه هيواد کې ددريوؤ ورځو قومي ماتم اعلان کړى دى.
مصر کې پوځي واکمنانو وئيلي دي وزيراعظم احمد شفيق دخپلې عهدې څخه مستعفي شوى دى.
نور کتل