د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر او دمسلم ليگ(ن) مرکزي مشر چوهدري نثارعلي خان د ايبټ اباد د پيښې دپلټنو لپاره په جوړ کړل شوي تحقيقاتي کميشن په اړه تحفظات څرگند کړي او وئيلي يې دي چې دکميشن دجوړيدو لپاره د مخالفې ډلې مشر په باور کې نۀ دى اخستل شوى.