د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير وايي، د پښتنو سره ډېر ظلمونه شوي، د خېسور د پېښې په يادګېرنه کولو سره هغه وويل دوي په ډېرو خبرو غلي پاتې شوي خو نور به دوي په يوه خبره هم خاموشه پاتې نه شي.
دافغانستان جمهورريیس محمد اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټرعبدلله عبدلله د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنوته دنوماندۍ لپاره نوم لیکنه وکړه.
د بې درکه بلوچانو دپاره مبارزه کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستیال مشر ماما قدير بلوچ وايي په تېرو درېو اوونيو کې بې درکه ۲۰ کسان بيرته خپلو کورونو ته راستانه شوي خو ورسره بل لور ته د ځوانان د بې درکه کېدو لړۍ هم روانه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټې اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د شمالي وزیرستان خېسور ته احتجاجي لاریون کوي او د حيات خان د ماشوم د کورنۍ سره د کېدونکي زیاتي پوښتنه کوي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجاب په ساهېوال سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړوند ويلي تراوسه په غم کې دی چې د ماشومانو په وړاندې يې مور و پلار وژل کيږي، د پېښې په رپوټ مخې ته راتلو به کارروايي کولی شي.
په ټولنيزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې یو تنکی ماشوم حیات خان وايي پاکستاني پوځیانو یې د کور ستر پرده ماته کړې ده، د حیات خان تر مخه پوځیان یې بې اجازته کور ته ورننوځي:
افغان طالبانو هغه خبرونه رد کړي چې ګنې د دوي پلاوی په اسلام اباد کې د امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره ويني.
د پنجاب صوبې په ساهېوال سيمه کې سي ټي ډي پوليسو په یو موټر ډزې کړي چې پکې دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سبا د اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې اولسي غونډه، جلسه کوي او د غورځنګ مشران وايي دا جلسه د نقيب مسيد د لومړي تلين او د راؤ انوار د لاسه وژل شوؤ نورو کسانو په ياد کې کولی شي.
"د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو دریځ ترلاسه کړی، او لس کاله وروسته د نړۍ په کچه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لسم غوره هېواد دی".
د پاکستان تحريک انصاف حکومت پخواني پوځي مشر (ر) جنرل راحيل شريف ته اجازت ورکړی چې د سعودي عرب په مشرۍ د ۴۱ سني مسلمان هېوادونو د پوځي اتحاد مشري وکړي.
نور کتل