چارواکی وایې د افغان پولې ترڅنګ دشمالی وزیرستان د غلام خان تحصیل دیوګر سیدګی سیمه کې یو شمیر نامعلومه وسله والو د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته بېګاه دشپې ډزې کړې چې له امله یې یو عسکر لانس نائیک محمد عمران وژل شوی او پینځه عسکر ژوبل شوي دي.
دبلوچستان ايالت له بلوڅ ميشتې سيمې اواران څخه تيره ورځ لا درکه شوې څلور بلوڅې ميرمنې د اوران ضلعې دمرستيال کمشنر په ولکه کې دي ۔
چارواکي وایي د امریکا په جنوبي ریاست ډکوټا کې دامریکایي الوتکې غورځېدو له امله نهه کسان مړه شوي اؤ درې نور سخت ژوبل شوي دي.
تیره اوونۍ افغانستان کې دطالبانو دبند څخه خوشي شوي اسټریلوي پروفیسر تموتهي ویکس وایي طالبانو سره د قید په مهال هغوئ څو ځل مرګ بیخي له نزدې لیدلی خو په دغه حالت کې یې هم د امید لمنه نه وه پرېښې.
دپښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ او دپاکستان دقامي دغړي علي وزیر وراره عالمګیر وزیر د پنجاب پوهنتون لاهور نه بې درکه شوی اؤ په ټولنیزو رسنیو ګڼ فعالینو تور لګولی چې هغه ایجنسیو پورته کړی.
دپېښور ایالتي محکمې یا هائیکورټ دپاکستان مرکزي اؤ دخېبر پښتونخوا صوبې حکومتونو ته امر کړی چې هیواد کې دمیشت افغان کډوالو دفعالیت ساحه باید لنډه کړي اؤ ویلي یې دي چې کډوال دلته له اجازې پرته دکاروبار کولو اجازت نه لري.
دافغانستان سویلي هلمند ولایت کې نن دشنبې په سهار دسرحدي ځواکونو دڅلورمې پلي لیوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل په لار کې دښخ شوي ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
پاکستان دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا دافغان کړکیچ دسوله ییز هواري دپرله پسې هڅو ستائنه کړې اؤ اؤ ویلي دافغانستان شخړه یوازې دافغانانو ترمنځ دخبرو دلارې هواریدلی شي.
پاکستان کې دخوراکي شیانو،تیلو،بجلۍ اؤ ګیس په بیعو کې د لوړوالي نه وروسته حکومت په لویو سرکونو اؤ موټروی دټریفک قوانینو څخه په سرغړونه جرمانې هم ۱۵۰۰فیصده لوړې کړي دي.
افغان چارواکي وایي پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې دداعش د وسله په ضد یو هوایي برید کې ۱۱داعشیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور دښځوا ؤ ماشومانو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
نور کتل