وتلي قانوندان او سیاستدان لطيف افريدي ويلي دي چې په پاکستان کې څوک خپل حقونه غواړي نو ځورول کیږي او، ورته غدار ویل کیږي.
ترکي دخالي په ورځ دچين لخوا دخپل هيواد اقليتي مسلمانانو "ايغور" سره د روان چلن غندنه کړې او دا يې "انسانيت پسې دپیشاړو" يو ګام بللى چې ورسره دترک ژبې ويونکو لږکیو داجتماعي بند په اړه دبشري حقونو دسازمانونو په نيوکو کې نوره اضافه هم شوې ده.
په پاکستان کې سږکال دحج دبیعو لوړیدو وروسته حکومت ویلي په راتلونکو څو کلونو کې به دحج مصارف نور هم سیوا شي اؤ دحج فریضه ادا کول به یوازې د شخصي څانګې څخه کول ممکن وي.
ګل پاڼې یوازې اتمه فروري دځان دپاره ځانګړې ورځ نه ده بللې بلکې دغه ورځې ته یې مینې سره د تړون ورکولو په غرض د زړه یو عکس هم پخپل پوسټ کې خپور کړی چې دهغې نه دګل پاڼې زیاتره مینه وال اندازه لګوي چې ګنې په اتمه فرورۍ ګل پاڼې خپل زړه چاله ورکړی دی.
کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب الله مسید د وژنې د دوسیې پلټنې کوونکي افسر دسندهـ ایالتي محکمې ته ویلي چې راؤ انوار اؤ په دغه وژنه کې تورن دهغه نور ملګري ډير ناترسه،چالاکه اؤ طاقتور افسران پاتې شوي
په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) شپږ نیول شوي بندي غړي په ضمانت خوشي شو، دا کسان په لورالايي کې په ۲۹م جنورۍ د بريد پرضد د احتجاجي مظاهرې په مهال نيول شوي وو.
د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې نيول شوی پروفېسر عمارعلي جان په ضمانت خوشی شوی دی، هغه د ارمان لوڼي د وژنې پرضد مظاهره کې د ګډون په سر نيول شوی ؤ.
د نقيب مسيد د وژنې د پېښې پلټونکي پوليس افسر عدالت ته ويلي د مقدمې يو مهم ګواه بې درکه شوی دی، پوليس افسر عدالت ته ويلي په مقدمه کې په ضمانت خوشي ملزمان انتهايي ظالم او چالاک دي.
نور کتل