د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو بريد کړی او شپږ پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي دي .او دوېم بريد د بلوچستان صوبې په اواران علاقه کې شوی او په دغه بريد کې څلور سرتيري وژل شوي دي .