د خېبر پښتونخوا تاجران د ډیر وخت راهسې د حکومت نه د مراعاتو غوښتنه کوي او وايي په صوبه کې د امنیت غیر یقیني صورتحال په وجه سرمایه دار په صوبه کې سرمایه کاري نه کوي، مقامي صنعتونو نه نقصان رسېدلی
افغان طالبانو هيله څرګنده کړې چې د امریکې سره د روانو خبرو په ترڅ کې به په قطر کې د دوي دفتر ته قانوني بڼه ورکړی شي او د دوي د اوږدې مودې دا غوښتنه به يې ترسره شي.
دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دپولیسو په یو ګاډي دنامعلومو وسله والو په برید کې د ایس ایچ او په ګډون پینځه پولیس وژل شوي اؤ دوه لاروي ژوبل شوي دي.
دپاکستان حکومت د روان کال دپاره خپله حج تګلاره اعلان کړې چې دهغې له مخې به سږکال یو لک ۸۴زره اؤ۲۱۰ پاکستانیان حج ته لیږل کیږي، خو دنورو کلونو په پرتله سږکال دحج مصارف زیات اېښودل شوي دي.
دافغانستان پخوانی لنډ مهاله جمهور رئیس اؤ دملي نجات ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددري د ۹۴ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی اؤ ټاکل شوې دجنازې مراسم به یې د چهارشنبې په ورځ د کابل غازي سټيډیوم کې ترسره شي.
دافغانستان ولسمشر د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمدعمر داودزي ته لارښوونه کړې ده چې د روان کال د کب میاشتې په پای کې دې د هېواد دټولو څانګو په موجودیت کې ملي مشورتي جرګه جوړه کړي.
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سيمې د هېوادونو ۱۸ ورځنی سفر پېل کړی دی.
د امریکې د دفاع د وزارت سرپرست يا موقتي مشر پټ شاناهان په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی، نوموړي نن د ګل، دوشنبې په ورځ دا سفر کړی دی.
وتلي قانوندان او سیاستدان لطيف افريدي ويلي دي چې په پاکستان کې څوک خپل حقونه غواړي نو ځورول کیږي او، ورته غدار ویل کیږي.
نور کتل