د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دوحه کې د طالبانو سره په ناسته کې ګډون کوونکي دولتي پلاوي ته ويلي، "طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي زمومونږ لپاره فېصلې نه شي کولی".