په راتلونکي غټ اختر دپېښور،کراچۍ اؤ پینډۍ په سینیماګانو کې د پښتو نوي څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي اؤ ددې ترڅنګ د یو شمیر نوؤ سندرغاړو نوې سندرې هم دلویې اختر دپاره مارکیټ ته راغلي دي.
څېړونکي وایي که په قطر کې دسولې دخبرو اتم پړاؤ کې طالبان اؤ امریکا دسولې یو غوڅ تړون ته رسییږي نو زیات احتمال شته چې په افغانستان کې روانې د ولسمشرۍ ټاکنې به ورسره وځنډیږي.
دنړۍ د دوه نیمو میلیونو نه زیاتو مسلمانانو دحج مناسک پیل کړي اؤ نن دخالي په ورځ په نهمه ذي الهجه په نمره جومات کې دسعودي مفتي اعظم د خانه کعبې امام الشیخ محمد بن حسن دحج خطبه ورکړې ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي دوي د خپلې مبارزې څخه نه دي په شا شوي ځورولو او د ملګرو د غړيو بندیوان کولو يې ارادې او حوصلې نورې لوړې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو ترجمان سهیل شاهین اېسوسي اېټډ پرېس خبری ادارې ته د جمعې په ورځ وویل امید کوي چې د امریکې سره د خبرو د ورستۍ ناستې په اخېره کې به معاهدې ته ورسېږي
د پاکستان او هند تر منځه د کشمیر په لانجه راپورته شوي کړکېچ وروسته پاکستان ویلي چې افغانستان به د هندوستان سره د واهګه په لارې نوی تجارت نه کوي.
دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې د تړون متن دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته سپارل شوی اؤ ټاکل شوې ده چې دسولې په دې تړون به امریکا اؤ طالبان د لویې اختر نه وروسته لاسلیکونه وکړي.
دټولې نړۍ د دوه نیمو میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو په سعودي کې د جمعې د ورځې څخه دحج مناسک پیل کړي دمقدس ښار مکې څخه د منا په لوري کوچیدلي دي.
امریکې په پاکستان او هند غږ کړی چې د کشمير په مسله د زغم نه کار واخلي. امریکا ويلي د کشمير په معامله امريکه اندېښنه لري.
د وي او ای اشنا څانگې ترمخه د ښاغلي اتمر د کمپاین دفتر په یوې اعلامیي کې وویل چې د کمپاین د ځنډولو علتونو کې د "ارگ ښکاره لاسوهنې" او "غیرقانوني اقدمات" دي. اعلامیه وايي په داسې حالاتو کې د "شفافو، ازادو او عادلانه انتخاباتو هیڅ ضمانت نشته."
دافغانستان د طالبانو دتحریک مشر هېبت الله اخندزاده پخپلو جنګیالیو غږ کړی چې داختر په ورځو کې د ولسي وګړو خوندي کولو ته پام وګرځوي اؤ په امریکا یې نیوکې کړي چې دسولې دخبرو په جریان کې یې هوایي بریدونه سیوا کړي دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي طالبان د بريدونو د لارې د سولې په مذاکراتو کې امتيازات نه شي ترلاسه کولی بلکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا به د هېواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي.
نور کتل