وال سټريت جنرل په يو تفصيلي رپورټ کښې ليکي د افغان صدر اشرف غني د دورې سره سم د طالبانو يو هيت د پخواني وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ کښې هم چين ته سفر کړی.
پاکستاني عسکري چارواکي وائي چې په ورکنگ باؤنډرۍ دهند دسرحدي ځواکونو له لوري دډزو نتيجه کې څلور پاکستاني وگړي وژل شوي دي.
د هند او پاکستان په گډه پوله نښتو کې پينځه کسان وژل شوي ، او د هند سرحدي ځواکونو د څلورو پاکستاني عسکرو د وژنې وئيلي دي . خو پاکستان وايي د هندي ځواکونو په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي .
د چين د سېلگرۍ په ځايي کې د نوي کال دستورې نمانځلو په مهال گډوډی جوړ شوی ، چې پکې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
دهندي کرکټ ټيم کپتان مهندرا سنگهـ دهوني ټيسټ کرکټ څخه ريټائر شوى دى.
د افغانستان په ختيزه صوبه کونړ کې د سړک غاړې ته ښخ يو بم په چاؤدنه کې د ماشومانو په گډون لږ تر لږه اووه ملکي کسان وژل شوي ، او درې نور ژوبل شوي دي .
د اسلام اباد د ترهگرۍ د مخنيوي د عدالت جج کوثر عباس زېدي نن د زيارت په ورځ د ملزم ذکي الرحمان لکهوي ضمانت منظور کړی ، او ملزم ته يي د ۵ ، ۵ لکو روپو د مچلکو جمع کولو امر کړی دی .
دنهې په ورځ پيښور کې په يو سکول ترسره شوي خونړۍ بريد کې د١٣٢ ماشومانو د وژل کيدو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر په بيړني ډول افغانستان ته رسيدلى اؤ دغلته يې د افغان پوځي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پټ دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مولوي فضل الله دې پاکستان ته ورسپارل شي.
نړيوالې ورورولۍ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په انتظام کې په چليدونکې سکول دترهه ګرو له لوري دشوې حملې غندنه کړې اؤ ځپلو کورنو سره يې ديووالي څرګندونه کړې ده.
د افغانستان صدر اشرف غني احمدزی وايي ، د وسله والو لخوا تازه د ترهگرۍ بريدونه د دويي د سولې ارادي او هڅې نه شي ماتولی ، نوموړي په ټول اولس غږ کړی چې د وسله والو لخوا د خلکو د وژنې غندنه وکړي .
د نوبیل کمیټۍ مشرتوربیارن یگلینډ وویل ددې ستائنه کوي چې د پاکستان حکومت ملاله یوسفزۍ ته د نوبیل انعام د ورکړی کیدو هرکلی کړی دی خو پاکستاني چارواکې که هغې ته څه بهترینه ډالۍ ورکولی شي نو هغه د هیواد په تعلیمي نظام کې ډرامائي تبدیلي کول دي
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې هند ته دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات منسوخول نۀ وؤ پکار.
نور کتل