د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دنوي کال 2011م په لمړۍ ورځ دشکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ څلور بريدونو کې لږ ترلږه 19 کسان وژل شوي دي.
د ملگرو ملتونو چارواکو دجمعې په ورځ په ډاگه کړې ده چې تير کال دجولا ئي په مياشت کې په پاکستان کې دراغلي خونړي سيلاب ځپلي په ملينونو خلک اوس هم مرستو ته اړتيا لري.
د پاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې روانې 31مې قومي لوبې يا نيشنل گيمز دجمعې په ورځ په سختو امنيتي تدابيرو او دکتونکو په رنگارنگ نڅاگانو کې پايې ته رسيدلي دي.
په ناموس رسالت ايکټ کې د ممکنه بدلون په ضد دمذهبي وندونو په غوښتنه دجمعې په ورځ د ټول هيواد په کچه پاکستان کې کې هړتال شوى دى
د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ویلي دي د ترهگرۍ پرضد موجود قوانينوکې څه کمزورۍ دي چې نيول شوي ترهگر ترې د گټې اخستو په ترڅ کې عدالتونو څخه خوشې کيږي او بيا دترهگرۍ لاره خپلوي.
د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په لکي مروت سيمه کې دپوليسو ديومرکز څخه بهر ترسره شوې بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى دى.
د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې چارواکي وائي پاکستاني ځواکونو د گن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې لږ ترلږه 20 مشکوک جنگيالي وژل شوي دي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ وروسته سينيټ هم د زيارت په ورځ د 19م ائيني ترميم په متفقه توگه منظوري ورکړې ده.
د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دشورو په ورځ پاکستاني پوځيانو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په ځالو گوله باري کړې ده چې پکې لږ ترلږه 10 جنگيالي وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک او سينيټر رضا رباني په شمول اهمو شخصياتو د شورو په ورځ د جمعيت علماءاسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدنې کړي او حکومت ته يې دبيا راوستلو په غرض هغه سره خبرې اترې کړي دي
د عراق په شمالي عراق موصل کې دشورو په ورځ ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې پوليسو ديو لوړپوړي مشر په شمول 4 عسکر وژل شوي دي.
راپور کې وئيل شوي دي علي اکبر دجاسوسۍ دغه کار په کال 2004م کې شروع کړى ؤ.
نور کتل