پاکستان امریکا سره دخپلو خبرو پیل ګټور ګرځولی اؤ ویلي یې دي هر څو که خبرې د “څه واخله،څه راکړه” په اساس کیږي خو د زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته دسفر په مهال امریکا پاکستان ته هیڅ رقم شرط نه دی ایښی.
دپاکستان پوځ دپښتون غورځنګ ته په مرموزو ټکو کې ګواښ کړی چې ریاست ورسره ډيره همکاري وکړه خو دا خلک چې اوس په کوم لوري روان شوي نو چرته داسې ونه شي چې له هاغې کرښې واوړي چې ریاست ته پخپل زور ښودلو وضعیت قابو کول ورپغاړه شي.
دپاکستان دسائنس اؤ ټیکنالوژۍ مرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي وروسته له هغې دخپل منصب نه استعفا ورکړې ده چې پرون سترې محکمې وویل دهغه په ضد دائين د ارټيکل ۶۲ (اېف ون) لاندې مقدمه چلېدی شي.
دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ښځو په ضد دتاؤ تریخوالۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوازې د روان کال په نهو میاشتو کې ددې صوبې دننه د وژل شوؤ ښځو شمیره ۲۱۲ ته رسیدلې چې په دې کې ۴۴ میرمنې دغیرت په نوم وژل شوي دي.
د پاکستان کرکټ لوبډلې پښتون سپېنر بالر ياسر شاه په ټېسټ، پينځه ورځنيو لوبو کې د ۲۰۰ لوبغاړو ۸۲ ريکارډ مات کړو او لومړی بالر شو چې په کمو ۳۳ سياليو کې يې ۲۰۰ لوبغاړي اؤټ کړل.
د نېټو هېوادونو د اتحاد سيکرټري جنرل سټولټنبرګ ويلي، په افغانستان کې د سولې د خبرو د وروستوالي او مرګ ژوبلو زياتېدو باوجود نېټو په دغه هېواد کې د سولې ژمنه کوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، چيف جسټس د پاناما مقدمې په فېصله اورولو د نوي پاکستان بنياد اېښودی ؤ.
په پاکستان بهرنۍ قرضې او هغه پېسې چې به يې بيرته ورکوي (واجب الادا)، هغه د روان کال ستمبر پورې ۹۶.۷ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.
نور کتل