په پاکستان کې د ډالر نرخ په خلاص مارکیټ کې یو ځل بیا ختلی اؤ د کاروباري اوونۍ په وروستۍ ورځ یو ډالر په۱۴۰ پاکستاني روپو پلورل شوی دی.
دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي پاکستان امریکا سره داسې اړیکې نه غواړي چې پکې پاکستان د کرایې دیو ټوپکمار په توګه کارول کیږي خو څیړونکي وایي چې دمعاشي ستونزو سره مخ دعمران خان حکومت امریکا سره د تربګنۍ ګواښ هم پسر نه شي اخستی.
دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې سولې مذاکراتو دپاره خپل ټیم اعلان کړی دی او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره دافغان دولت اراده جدي ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره یې په ټويټر جګړه نه وه، او هغه غوښتل چې ټرمپ ته تاريخي حقيقتونه ور په ياد کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) مشرتابه او عمران خان ورسره په خپله ژمنه کړې وه چې په واک کې د راتلو په دوېمه ورځ به يې وغواړي خو ښکاري لکه چې هغه دوه ورځې نه وي شوي.
کومه سره کرښه یا کونسي ریډ لاین په نوم دغه هېشټګ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په اړوند خبرو ته د خلکو سخت غبرګون په ترڅ کې پر سوشل میډیا روان دی.
پاکستان امریکا سره دخپلو خبرو پیل ګټور ګرځولی اؤ ویلي یې دي هر څو که خبرې د “څه واخله،څه راکړه” په اساس کیږي خو د زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته دسفر په مهال امریکا پاکستان ته هیڅ رقم شرط نه دی ایښی.
دپاکستان پوځ دپښتون غورځنګ ته په مرموزو ټکو کې ګواښ کړی چې ریاست ورسره ډيره همکاري وکړه خو دا خلک چې اوس په کوم لوري روان شوي نو چرته داسې ونه شي چې له هاغې کرښې واوړي چې ریاست ته پخپل زور ښودلو وضعیت قابو کول ورپغاړه شي.
دپاکستان دسائنس اؤ ټیکنالوژۍ مرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي وروسته له هغې دخپل منصب نه استعفا ورکړې ده چې پرون سترې محکمې وویل دهغه په ضد دائين د ارټيکل ۶۲ (اېف ون) لاندې مقدمه چلېدی شي.
دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ښځو په ضد دتاؤ تریخوالۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوازې د روان کال په نهو میاشتو کې ددې صوبې دننه د وژل شوؤ ښځو شمیره ۲۱۲ ته رسیدلې چې په دې کې ۴۴ میرمنې دغیرت په نوم وژل شوي دي.
نور کتل