د پاکستان د پنجاب صوبې د تحریک انصاف ګوند د حکومت مشر وزير عليم خان د امدن نه د زیاتو شتمنيو او د ملک نه بهر شرکتونو په تور نیول شوی دی.
د خېبر پښتونخوا د تحریک انصاف ګوند صوبايي حکومت د صحت نوې پاليسي اعلان کړې خو له دې وړاندې چې ياد حکومت کومې پاليسۍ اعلان کړي هغه لا تر اوسه نيمګړي پرتې دي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع کرک کې نن د شورو، چهارشنبې په سهار د مسافرو ګاډی د بل سره په ټکر شوی چې له امله يې ۱۶ کسان مړه شوي او څلور ژوبل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي په اسلام اباد کې نيول شوي غړي اډياله جېل ته لېږل شوي دي.
افغانستان کې دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال اسکاټ مېلر ویلي دي چې نه خو امریکا اؤ نه طالبان په دې پوزیشن کې دي چې افغانستان کې روانه جګړه وګټي ځکه نو اړینه ده چې اوس دا ستونزه د سیاسي لارې هواره کړل شي.
دپاکستان سپریم کورټ پخپله یوه پرېکړه کې دهیواد حساسو یا استخباراتي ادارو ته امر کړی چې دخپلو حدونو څخه دې تجاوز نه کوي اؤ دهغوئ دحدونو ټاکلو دپاره باید قانون سازي وکړل شي.
دامريکا دبهرنیو چارو دمحکمې مرستيال وياند رابرټ پاليډينو ويلي دامريکا دبهرنو چارو وزير مايک پومپيو دافغان ولسمشر اشرف غنى سره ټیلي فوني اړیکه نیولې اؤ هغه ته یې افغانستان کې د امریکا له لوري د دوامداره سولې ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.
دپاکستان دپوځ لوړ پوړي چارواکي دشمالي وزیرستان خیسور سیمه کې دپوځیانو لخوا د یو کور دستر په ماتولو په رسمي ډول بخښنه غوښتې اؤ باور یې ورکړی دی چې په راتلونکي کې به دداسې رقم پېښو مخه نیولی شي.
نور کتل