مولانا سمیع الحق دغه خبرې د نهې په ورځ د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې په داسې وخت کړې چې وزیراعظم نواز شریف ورته طالبانو سره د امن مذاکراتو واک اختیار ورکړو
د نړۍ د گڼ شمیر نورو هیوادونو په لوې ښارونو لکه د روس سرښار ماسکو، لندن او نیویارک کې به هم د نوي کال د راتگ دستورې کولی شي. د نیویارک په ټائمز سکویئر یا چارڅو کې توقع ده چې ١٠ لکه کسان به راجمع کیږی
سرکاري وکیل انوار الکبیر بابل د اتوار په ورځ چې په کومو ١٣ کسانو فرد جرم لگول شوی دی که جرم پې ثابت شو نو د عمر قید سزا ورته ورکړی کیدی شي. دوي ته سزا په دې الزام ورکړی کیدی شي چې کارخانه کې د کارکونکو د تحفظ د پاره يي څه اقدامات نه وو پورته کړی شوي
د کاروائي مرکز د شمالي وزیرستان میرعلي ښارگوټی دی چرته چې د رپورټونه وايي په سلگونو خلک خپل کورونه په پریښودو مجبور شوي دي او جگړې په وجه د میر علي بازار ته سخت زیان رسیدلی دی
امريکا دخپل پوځ لپاره د٢٠١٤م په وړانديز کړل شوي بجټ کې وئيلي دي که چرې پاکستان په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسازوسامان دواپسۍ لپاره دتورخم ځمکنۍ لاره پرا نۀ نيزي نو دترهه گرۍ په ضد دعملياتو په بدله کې ورته ورکړل کيدونکى امداد به اودرولى شي.
انټرنیشنل سکیورټي اسسټنس فورس یا ائيساف خپل بیان کې د پیښې تصدیق کړی دی او ویلي شپږ پوځیان يي مړه شوي دي
داخله وزیر وویل د قامي سلامتیه پالیسې مکمل کړی شوي ده او زر به منظورۍ د پاره کابېنې ته وړاندې کړی شي. هغه وویل د پالیسۍ یوه برخه به خفیه ساتلی شي
د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ د پاکستان په قبائیلي سیمو کې کیدونکو ډرون حملو په سر تاؤتریخوالی موجود دی او خیبر پښتونخوا کې د واک من تحریک انصاف او جماعت اسلامي گوندونو کارکنانو د ډرون حملو خلاف احتجاج کې د نیټو رسد دپاره لار بنده کړې ده
ښاغلې هیگل د خالي په ورځ د کابل کې د افغانستان هم منصب بسم الله خان سره لیده کاته کړې دي خو د صدر حامد کرزي سره يي د خبرو اترو څه پلان نه وو
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وئيلي دي امريکا افغانستان څخه دسازوسامان دواپسۍ لپاره دپاکستان د ځمکنو لارو استعمالولو په حق کې ده اؤ هيله يې څرگنده کړې چې دتورخم دلارې په حواله به خيبرپښتونخوا کې موجوده صورتحال اوږد مهاله اثرات ونۀ لري.
دامريکا خارجه وزير جان کيري دنهې په ورځ تجويز ورکړى چې دافغانستان دصدر حامد کرزي پځايې ددغه هيواد ددفاع وزير بسم الله خان محمدي يا حکومت امريکا سره په دوه اړخيزه تړون لاسليک کولى شي
پولینډ د یورپ په هغه گڼ شمیر هیوادونو کې شامل دی چې نور پورپي هیوادونه پې سې ايي ای ته د قیدخانو ورکولو الزام لگوي
نور کتل