حافظ سعید چې امریکې نړیوال ترهګر نومولی او د هغه پر سر یې ۱۰ میلینه ډالره اعلان کړې دي، د لښکرِ طیبه مذهبي ډلې مشر دی، چې هند او واشنګټن ورباندې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸م کال د بریدونو تور پورې کړی، چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وو
په ایران کې د حکومت خلاف مظآهرې د تیر زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مشهد ښار کې شروع شوې، چې د ایران دویم لوې ښار دی او د صدر حسن روحاني د مخالفینو مرکز دی. ددې ورسته مظاهرې نورو ښارونو ته وغځیدې
د گل، دوشنبې، په ورځ د نوي کال په سحر په ټوېټر خپل اولني پېغام کې صدر ټرمپ د امریکې په حکومتي مشرانو هم تنقید وکړو او وې ویل په تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې حکومتونو په بې وقوفۍ کې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي
د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان د مرستې نه کولو په رويه د ۲۲۵ ملينه ډالرو دمالي امداد په ودرولو غورکوي.
امريکا په شام کې په خپله تګلاره کې د بدلون تیاری کوي چې د داعش د خپلسره خلافت د مينځه وړلو وروستو د بيا رغونې په لمړو کارونو کې مرسته وکړی شي.
دبلوڅو نړیوال سازمان دټیکسیانو ترڅنګ دنیویارک په ټائمزڅلور لاري کې هم دخپلواکه بلوچستان اعلانونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن ویلي، امريکا د ترهګرو د پټو ځالو له مينځه وړلو دپاره د پاکستان سره ملګرتيا ته تیاره ده خو پاکستان بايد د دغه خواهش څرګندونه وکړي.
د پاکستان د انتخابي کمېشن وېاند هارون شنواري ډېوه رېډېو ته وېلې چې د کورنیو چارو وزارت په وېنا دوي د لاقانونه تندروه ډلو سره تړاو په سر د ملي مسلم ليګ د سیاسي ګوند په توګه د رجسټرډ کوولو خواست رد کری دی
پاکستاني سنیټیرانو دامریکایي چارواکو لخوا پاکستان ته په ورکړل کیدونکو ګواښونو اندیښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي هغوئ ویره لري چې هسې نه امریکا یو ځل بیا داسامه بن لادن د وژنې په څیر پاکستان کې نیغ په نیغه عملیات وکړي.
د امريکا مرستيال صدر مايک پنس د افغانستان د ناڅاپي سفر په مهال ويلي، "پاکستان د اوږدې مودې پورې طالبانو او نورو ترهګرو ته پناه ځايونه ورکړي خو دغه ورځې نورې لاړې".
د امريکې مرستیال صدر مايک پېنس د پنجشنبې، زيارت په ورځ د کرسمس نه وړاندې په ناڅاپي سفر افغانستان ته تلی دی. نوموړي هتله د امريکايي ځواکونو سره ليدلي دي څوک چې د امريکا د اوږدې مودې نه په جګړه بوخت دي.
د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی هغه هېوادونه چې د بېت المقدس، يروشلم په اړوند د امريکا د فېصلې پرضد رايې ورکړي مالي مرستې به یې بندې کړي.
نور کتل