رپورټ وايي د افغانستان عسکري صورتحال کې دا مهال "جمود" دی، د افغانستان شهري سیمې او د ولایتونو مرکزونه د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي خو په پراخه کچه کلي والې سیمې د طالبانو د اثر د لاندې دي او طالبان په هغه سیمو کې حملې کوي چرته چې د امنیت گامونه کمزوري دي