د امریکې د قامي سلامتیا وزیرې کرسټن نیلسن وویل د امریکې ځینې سرحدي محافظین د کډوالو د طرفه په راویشتل شویو شیانو لگېدلي او زخمي شوي دي. مېرمن نیلسن وویل سرحدي محافظینو په خپله دفاع کې د اوښکو گیس استعمال کړو
د ښځو د شل اووريز نړيوال کپ په فاينل سيالۍ کې د اسټريليا لوبډلې د انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې او نړیوال کپ يې ګټلی دی.
په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو نېټو ويلي د خالي، شنبې په ورځ يو امریکايي پوځي وژل شوی دی.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي انتظاميه يې په افغانستان کې د سولې دپاره "ډېرې قوي" خبرې کوي خو هغه دا په يقين نه شي ويلی چې دا خبرې به کاميابې هم شي.
د قدرتي نظارو په دغه وادیو کې پرتو کلیو کې سرب، کوریټ، بوسنیايي او البانوي مسلمانان خوا په خوا اوسېږي خو د ١٩٩٠ د لسېزې راهسې د بلکان د جنگ او په دغه جنگ کې د قتل عام وروسته د دغه قامونو خلک د یو بل سره په سماجي کچه نه شریکېږي
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د امريکايي مېشت ژورنالسټ د وژنې د زمه وارۍ نه ځان خلاصول به د سعودي غټه غلطي وي.
نور کتل