د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د ملارسول او د ملاهیبت الله د ډلو اړوند د جنګیالیو ترمنځ جګړه شوې چې له امله یې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) ويلي روانه اوونۍ د طالبانو پرضد عملياتو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي، دا عمليات په هلمند کې ترسره شوي وو.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپیو ویلي هغه ټول استخباراتي رپوټونه چې له نظره يې تېر شوي سعودي وليعد د ژورنالسټ جمال خاشقجي سره نېغ تړاؤ نه لري.
د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د تيونس د سفر په مهال n احتجاجي مظاهرو اعلان شوی او ويل شوي چې هغه په يمن کې په جنګي جرمونو او د جمالي خاشقجي د قتل د قضیو په څېر د بشري حقونو په سرغړونه کې لاس لري.
افغان مشران او نړيوال سفارتکاران د نهې، سه شنبې په ورځ په جنېوا کې په دې خبرې کوي د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د حل دپاره د سټراټيجيانو او مرستو ارزنه کوي.
د امریکې د قامي سلامتیا وزیرې کرسټن نیلسن وویل د امریکې ځینې سرحدي محافظین د کډوالو د طرفه په راویشتل شویو شیانو لگېدلي او زخمي شوي دي. مېرمن نیلسن وویل سرحدي محافظینو په خپله دفاع کې د اوښکو گیس استعمال کړو
د ښځو د شل اووريز نړيوال کپ په فاينل سيالۍ کې د اسټريليا لوبډلې د انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې او نړیوال کپ يې ګټلی دی.
نور کتل