د ايران نيمې دولتي خبري ادارې (ايي اېس اې ای) خبر ورکړی چې د ایران انقلابي عدالت په دغه هېواد کې د اصلاحاتو پلوي ښځينه ژورنالسټې ته نزدې د ۱۳ کلونو بند سزا اورولې ده.
د امريکې پخوانی صدر جارج اېچ ډبليو بش د جمعې په ماسخوتن د ۹۴ کالو په عمر کې مړ شوی دی، د بش دفتر د هغه د مړينې خبر ورکړی دی.
د هند د پوځ مشر جنرل بپن راوت ويلي هند د پاکستان سره تر هغه وخته يو ځای نه شي تلی څو پورې چې پاکستان اسلامي رياست وي، د يو ځای تلو دپاره به پاکستان ته سیکولر رياست جوړېدل وي.
د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د چين خورېدونکي اقتصاد نه کومه اندېښنه خو نه لري چې په افريقا ، پاکستان او لاطيني امريکا کې يې لوېې لوېې منصوبې روانې کړي. صدر ټرمپ وویل چين به پخپلو دغو منصوبو کې پاتې راځي
د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د ملارسول او د ملاهیبت الله د ډلو اړوند د جنګیالیو ترمنځ جګړه شوې چې له امله یې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) ويلي روانه اوونۍ د طالبانو پرضد عملياتو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي، دا عمليات په هلمند کې ترسره شوي وو.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپیو ویلي هغه ټول استخباراتي رپوټونه چې له نظره يې تېر شوي سعودي وليعد د ژورنالسټ جمال خاشقجي سره نېغ تړاؤ نه لري.
نور کتل