یو اېن اېچ سي ار وايي په کال ٢٠١٧ کې د لیبیا او یورپ په لار یورپ ته تلونکو ٣٨ تنانو کې به یو تن په سمندر کې لاهو کېدلو خو په کال ٢٠١٨ کې دغه شمېره زیاته شوه او په ١۴ تنانو کې به یو تن لاهو کېدلو
په افغانستان او پاکستان کې څیړونکي وايي د افغان د سولې خبرې مخ په وړاندې رواني دي پرمختګ پکې شوی که څه هم د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د ترسره شوؤ خبرو ګډه اعلاميه نه ده خپره شوې د کومې چې تمه کېده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي چې د امریکا او طالبانو خبرې کېدل د اسلام اباد سفارتي کاميابي ده او د ستاينې حق لري خو امریکايي استازي زلمي خليلزاد د دغو خبرو په راجوړولو د قطر د حکومت مننه کړې ده.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي، "د زلمي خليلزاد لخوا د ډاډ وړ خبرونه دي"، "هغه ويلي د افغانستان د سولې په لړ کې د طالبانو سره په خبرو کې مهم پرمختګ شوی دی".
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی خو پرېکړه لا نه ده شوې.
د سټیلائت عکسونو څخه ددفاعي چارو څيړونکو اندازه لګولې چې په سعودي عرب کې دننه یوه پوځي اډه کې په احتمالي ډول داتومي توعندیو په جوړونه اؤ ازموئنه کار روان دی.
افغان ميډيا وايي په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د جمعې په ورځ د اوربند او امریکايي پوځ د افغانستان څخه وتلو په سر خبرې شوي دي.
په تیرو ۳۵ ورځو کې د امریکا د حکومت د یو شمیر ادارو د بندیدو په ترڅ کې د وفاقي ادارو شاوخوا ٨٠٠٠٠٠ کارکونکي له معاش بې برخې وو. خو دا اعلان هم وشو چې د حکومت هغه ټولو کارکونکو ته به تنخواوې ورکول کیږي چې د دغه بندښت له امله اغېزمن شوي وو
د سويلي افريقې د لوبډلې کپتان فاف ډيوپلېسیس ویلي د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد يې بخښلی دی ځکه چې هغه په خپله خبره معافي غوښتې ده.
د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد د سویلي افريقې لوبغاړي اينډيل پهلواکيو ته د لوبې په مهال ویلي، " ای کاليا، ستا مور چرته ناسته ده؟ نن دې څه ويلي او راغلی یې".
نور کتل