د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې او د هند حکومت ته ويل شوي چې د پاکستان نه خپل هايي کمشنر بيرته بوځي.
د عمران خان د دفتر څخه جاري شوي بیان کې وویل شو چې پاکستان به هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټه کړي، دوه اړخیزه تجارت به ورسره وځنډوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو انتظاماتو ته به بیا کتنه کوي
عمران خان وویل کشمیریان به د هندوستان په ضد راپاسي او بیا به "د هغوی د چقوولو کوښښ کېږي، او چې هغوی چقوي نو ردعمل به (مخې ته) راځي. د پلوامه په رنگ پېښه به کېږي. د پلوامه په رنگ پېښه به کېږي. زه نن پیشن گوي کوم."
ملګرو ملتونو په پاکستان او هند دواړو غږ کړی چې د کشمیر په معامله دې د زغم نه کار واخلي. ملګرو ملتونو د کشمیر په تازه وضعيت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، "په کابل کې د تېرې اوونۍ د ډېر ښه پرمختګ وروسته يې په دوحه کې د طالبانو سره په خبرو کې ډېر ښه پرمختګ کړی دی".
د کندهار ولایت ترجمان جمال ناصر بارکزۍ د وینا ترمخه، افغان پولیس افسر په خپلو همکارانو حمله د اتوار، یکشنبې، په ورځ وکړه او اووه همکاران یې ووژل. ترجمان زیاته کړه چې د پېښې تحقیقات پېل کړی شوې دي
ايران په خليج فارس کې تېل وړونکې سمندري بېړۍ نيولې ده، دا په درېو اوونيو کې د ايران لخوا د سمندري بېړۍ نيولو درېمه پېښه ده.
٣٥ کلن د نېپال وګري نرمال پرجا يوازې په ٢٣ ورځو کې په پاکستان کې د ٧٠٠٠ ميټره نه د دنګوغرونو څوکو ته ختلی اؤ یو نوی ریکارډ یې پخپل نوم کړی.
د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دوي په دې پسې دي چې د سولې لوظنامخه وکړي نه چې د پوځ ويستلو، خو د سولې تړون به د ځواکونو ويستلو ته لار جوړه کړي.
که يوشمېر سعودي وګړي د دغې نوې قانون هرکلی کوي خو ځينو تندروه سعوديانو بيا په سوشل مېډيا د دغې قانون غندنه کړې او په سوشل مېډيا يې د سخت دریځه ملايانو بيانونه خپاره کړي دي چې د ښځو د آزاد ګرځېدو په ضد دليلونه ورکوي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې پاکستان به د افغانستان د سولې او روغې جوړې په عمل کې د امریکا او نورو فريقېنو ترمنځ د خبرو په لړ کې خپل رول لوبوي.
امریکې د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو په وزیر جواد ظريف د بندېزونو لګولو اعلان کړی دی.
نور کتل