د دوبۍ چارواکو د پیښې په جذیاتو کښې ویلي ٥۴ کلنه هنرمنده د خپل هوټل د غسلخانې د لامبیدلو په ټب کښې پرېوته او د ټب په اوبو کې یې د بې هوشۍ په مهال ساه ورکړه
د کرکټ د نړیوالې شورا د یو اعلان تر مخه د ستانکزی د اپینډکس جراحي شوې ده او له همدې امله په مارچ میاشت کې کېدونکو د غوراوي سیالیو کې د هغه ګډون مشکوک دی.
د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان د یوې راتلونکې لوبې لپاره موقتي کپتان ټاکلی دی.
د پښتو ژبې وتلی هنرمند ډاکټر ناشناس وايي ځان استاد نه بلکې اوس هم ځان د موسیقۍ زده کونکی گڼي. هغه وویل چې کله هم ورته څوک استاد ووایی نو ورته په خپل هنرکې خامۍ یادې شي.
دهندي فلمونو دهنرمندې سري دیوي په مړینه په ټوله نړۍ کې د هغې مینه وال خفه دي خو دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز هم دهغې ناساپي مړینې ډیره دردولې اؤ وایي” دومره پرې خفه شوې یم چې له سترګو مې پسې اوښکې تللي دي”
پښتنو په کال ۱۹۹۲ م کې د سري ديوي "خدا ګواه" فلم ډېر خوښ کړې وو. په دغه فلم کې سري ديوي د يوې افغانې مېرمنې "بېنظير" رول ډېر په يو ښکلي انداز ترسره کړې وو او اميتاب بچهن پکې د يو پښتون ځوان "باچا خان " په کردار کې ښودلی شوی دی .
دتیرو څه کم دوؤ میاشتو په مهال دخیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې درې نڅاګرې پیغلې چې پښتانه ورته په عامه ژبه کې “ډمې” وایي وژل شوي چې دغو وژنو د وړاندې څخه د ویرو اؤ ګواښونو سره مخ نڅاګرو پیغلو کې نوره ویره ترهه هم سیوا کړې ده.
ګل څانګه په خبرو کې ډیره مړنۍ نه ده اؤ دخبرو په وخت زیاته شرمیږي خو په سندرو کې د ځانګړو اندازونو خپلولؤ، یا نازونو مکیزونو کولو کې ښه زړورتیا لري.
د پاکستان پښتانه ګیله کوي چې له لسګونو کلونو د دې هېواد فلمونه، ډرامې، رسنۍ او تعلیمي نصاب دوی په داسې بڼه وړاندې کوي، چې نه یواځې حقیقت نه لري بلکې نړۍ ته دوی د جاهلو، ترهګرو او غدارانو په توګه ور پېژني.
وکیل مایکل کوهن وویل دغه پېسې یې اداکارې سټېفني کلفرډ ته خپله خوله بنده ساتلو په بدل کې د کال ٢٠١٦ م د صداراتي انتخاباتو نه وړاندې ورکړې دي. سټېفني کلفرډ د سټورمي ډینیلز په نوم په لوڅ فلمونو کې ادا کاري کوي
نور کتل