دپښتو غزل شهنشاه استاد،خیال محمد، ستر انقلابي شاعر، رحمت شاه سائل،وتلي موسیقار استاد نزیر ګل اؤ ګڼ شمیر نورو هنرمندانو،لیکوالانو اؤ دژوند دبیلابیلو تپو سره تړاؤ لرونکو شخصیاتو نومیالۍ سندرغاړې شکیله ناز “د سرونو دشهزادګۍ” په نوم یاده کړې ده
دامریکا په نیویارک ایالت کې یو میړه خپله ښځه یوازې له دې امله وژلې چې ولې هغه د هندي فلمونو وتلی ستوری ریتهک روشن خوښوي اؤ دهغه فلمونه ګوري.
یوازې شنې سترګې،لوړ قدقامت،سور سپین مخ،طلايي زلفو اؤ خاموش طبیعت دشینا ګل پېژنګلو نه ده بلکې دهغې دغږ خوږلت هغه په ډيره لږه موده کې په ټولو پښتنو کې ځلولې ده اؤ دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه یې پیدا کړې ده.
د هالووين مېله هر کال په ۳۱م اکتوبر نمانځلی کيږي، پہ دې مېله کې خلک ويرونکې څهرې، کوپړۍ او په لويو لويو کدوانو بېلا بيل ويرونکي شکلونه جوړوي او د کورونو بهر يې پہ درشلو لګولي وي. د دې ترڅنګ فرضي ډانچې هم په بیلا بیلو ځايونو کې اېښودی شوي وي.
د پاکستان کرکټ بورډ (ٖپي سي بي) سرفراز احمد د کپتانۍ څخه لرې کړی اظهرعلي يې د ټېسټ لوبډلې او بابر اعظم يې د ټي ټيونټي لوبډلې کپتان جوړ کړی دی.
سیمیزو او نړیوالو مرستندویه ادارو وېره څرګنده کړې ده چې په لکونو خلک د ترکیې لخوا د هوايي او ځمکنیو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.
د ښې موسیقۍ راجوړولو دپاره په نړیواله کچه مشهورې پاکستاني ادارې" کوک اسټوډیو" ته په وړومبي ځل یو ځلمي افغان سندرغاړي شمالي افغان لار پیدا کړې ده اؤ دموسیقۍ ددې ادارې د۱۲م سېزن په سندرو کې پخپل خوږ غږ دپښتو سندره ویلې ده.
دپښتو وتلې سندرغاړې نازیه اقبال ویلي هغې دخپل میړه جاوید فضاء سره ګډ ژوند پیل کړی اؤ نور به په رسنیو یوازې دخپل هنري فعالیتونو په اړوند راښکاره کیږي .
د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د کال ۲۰۰۹م نه وروسته په لمړي ځل يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ کیږي. او د سري لنکا او باکستان ترمنځ ترمنځ درې يو ورځنۍ سيالۍ کيږي .
دپښتو ستر خوږ ژبی سندرغاړی استاد هدایت الله د ۷۹کالو په عمر د اوږدې ناروغۍ نه وروسته حق رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده نن(خالي) ماسپښین دوه بجې یې دپېښور بېرسکو سیمه کې جنازه کیږي.
د پاکستانۍ ماډلې قنديل بلوچ د وژنې د مقدمې فېصله اورول شوې، د هغې ورور ته د عمر بند سزا ورکړی شوې او په مقدمه کې مفتي قوي بري کړی شوی دی.
نور کتل